1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا سپوږمۍ ته د ختلو خپل ماموریت ولې ځنډولی دی؟

۱۴۰۱ شهریور ۱۳, یکشنبه

فضا ته تر ختلو تقريباً درې ساعته مخکې د ناسا ماموريت وځنډول شو. دلیل یې د فضايي بیړۍ د تېلو ټانکۍ سورۍ په ګوته شوی. د اټکلو له مخې په دريم ځل د الوتنې هڅه به ښايي تر ډېره وخته پورې وځنډول شي.

https://p.dw.com/p/4GOsN
«Artemis»-Mission der Nasa erneut abgebrochen
انځور: Chris O'meara/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د فضايي ادارې یا ناسا وياند دېرول نايل ویلي دي چې د ډېرو هڅو سره سره په مايع هايدروجن د ټانکۍ ډکولو ستونزه حل نه شوه. تر الوتنې درې ساعته مخکې ماموريت لغوه شو. په دغه وخت کې د هايدروجن ټانکۍ يولس سلنه ډکې شوې وې. د امریکا متحده آيالاتو د نوي فضايي توغندي لومړنۍ الوتنه اوس په دويم ځل وځنډول شوه. 

ناسا دا هم وويل چې فضا ته د الوتنې يو ښه فرصت په اوس کې موجود نه دی. دغسې يو فرصت د سپتمبر له ۱۹مې د اکتوبر تر ۴مې پورې شته او د اکتوبر له ۱۷مې تر ۳۱مې نېټې پورې هم وي. د ناسا مشر بيل نېلسون وويل چې  فضا ته د الوتنې بيا ځلې هڅه ښايي د اکتوبر په نيمايي کې وشي. نېلسون دا هم وويل چې هغه د الوتنې پر خپل ټیم وياړي چې په خبره يې «تاسو صحيح کار وکړ. تاسو د مقرراتو سره سم عمل کوئ.» د چین د فضایې پروګرام د «نظامي موخو» په اړه د ناسا خبرداری

نېلسون خپله هم په سپيس شاټل یا فضايي بیړۍ کې د خپل ماموريت پر مهال ستونزې ګاللې وې چې له کبله یې ماموريت څلور وارې ځنډول شوی وو. خو د هغه په خبره «پنځمه هڅه بيا تقريباً پرته له ستونزو يو شپږ ورځنی ماموريت و.»

د «آرتميس ۱» توغندي لومړۍ الوتنه د دوشنبې په ورځ د بېلابېلو دلايلو له مخې وځنډول شوه. هغه مهال هم په ټانکۍ کې يو سوری وموندل شو او ورسره تېل اړين حرارت ته راسړول کېدل هم نه. 

الکساندر ګېرست: «د حيرانتيا خبره نه ده»

د ايسا يا اروپايي فضايي آژانس ستورمزلي الکساندر ګېرست په ټويټر کې وليکل چې دغسې ستونزې د پېچلو سيستمونو په پورته کولو کې د هېښتيا وړ کومه خبره نه ده. هغه زیاته کړه چې «د الوتنې تر هڅې وروسته وخت د الوتنې تر هڅې مخکې وخت په څېر وي.» 

د اروپايي فضايي آژانس مدير، يوزف آشباخر هم په ټويټر کې وليکل چې «دا پرېکړه سمه ده. خونديتوب لومړيتوب لري.» ټاکل شوې ده چې د «آرتميس ۱» ۴۰ ورځنی ماموريت به له لسيزو وروسته سپوږمۍ ته د ستورمزلو فضايي الوتنې بېرته را ژوندۍ کړي. وروستی ماموريت د «آپولو ۱۷» په نوم په ۱۹۷۲ کال کې و. ناسا په دې موخه غواړي چې د «اوريون» په نوم فضايي کپسول د ډېر بار د پورته کولو په «سپيس لانچ سيستم» راکټ باندې د کېپ کانېورال فضايي اډې څخه پورته کړي چې دغه راکټ بايد بيا له سپوږمۍ څخه وڅرخي او وروسته په آرام سمندر کې بېرته ښکته شي. نوي جيمز وېب تسلکوپ لومړنی انځور ځمکې ته رالېږلی دی

ورپسې ټاکل شوې ده چې د «آرتميس ۲» په نوم  يو بل فضايي ماموريت تر دغې ازمايښتي الوتنې وروسته انسانان هم سپوږمۍ ته پورته کړي. ټاکل شوې ده چې له ۲۰۲۵ وروسته به يو ځل بيا انسانان د سپوږمۍ پر سر کوز شي. په لومړي ځل به يوه ښځه او يو داسې انسان چې سپين نه وي، د هغوی په منځ کې قرار ولري.