1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې کې وقفه يوه بله ورځ وغځول شوه

۱۴۰۲ آذر ۹, پنجشنبه

اسرائیل ويلي دي له هغه وروسته چې له حماس ترهګري ډلي څخه يې د نورو یرغمل شویو د ازادۍ له پاره نوی لیست ترلاسه کړ، په جګړه کې يې پر وقفې غځولو موافقه کړې ده. قطر وایي د وقفې په تمدید کې «په مخیکنیو شرایطو» موافقه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4ZcNf
Israel und Hamas | Verlängerung der Waffenruhe
انځور: Mohammed Ali/XinHua/dpa/picture alliance

اسرائیل او قطر تائید کړې ده چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د وقفې پای ته رسیدو مخکې په وروستیو دقیقو کې، د پنجشنبې په ورځ دواړو لوریو موافقه وکړه، چې دا وقفه د یوې بلې ورځې له پاره هم وغځوي.

د اسرائیل پوځ په ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ: «د عملیاتو ځنډول به د منځګړو د هڅو په پام سره، چې د یرغمل شویو د آزادۍ بهیر به د موافقې له شرایطو سره سم دوام وکړي.»

قطر او اسرائیل ویلې دي چې د وقفې تمدید به د موجوده چوکاټ سره دوام وکړي، چې له مخې یې حماس په ورځيني ډول ۱۰ برمته شوي اسرائيليان به د اسرائیل له لورې د ۳۰ فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په بدل کې آزادوي.

حماسچې د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، آلمان او څو نورو هېوادونو له لورې د یوه تروریستي سازمان په توګه طبقه بندي شوی، پر اسرائیل یې د اکتوبر مياشتي پر ۷ برید پرمهال شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان يې یرغمل او غزې ته له ځانه سره وتښتول.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل: «فلسطیني او اسرائیلي اړخونه موافقې ته رسېدلي دي چې په غزې تړانګه کې بشردوستان وقفه د یوې بلې ورځې له پاره د شته شرایطو لاندې، یعنې د ټولو نظامي فعالیتونو د توقف او غزې ته د بشر دوستانه مرستو د داخلیدو له پاره تمدید کړي.»

په پام کې وه چې مخکینۍ وقفه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.

اسرائیل د هغو یرغمل شویو نوملړ ترلاسه کړی، چې پام کې ده آزاد شي

اسرئیل د نومونو هغه فهرست ترلاسه کړی دی چې په پام کې ده د یوې ورځې تمدید په وقفه کې به آزاد شي.

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر په یوه بیانیه کې اعلان کړی دی چې: څو شیبې وړاندې، د توافق شرایطو سره سم اسرائیل ته د ښځو او ماشومانو یو لیست ورکړل شو، له همدې امله به دا وقفه دوام وکړي.»

چین «د دوامداره بشري وقفې» غوښتونکی شو

چین د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل او حماس په جګړه کې د «دوامداره بشري وقفې» غوښتونکی شو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه مقاله کې د خپل دریځ په اړه وویل: «ښکېل لوري باید سمدستي یوې بشر دوستانه پایداره او دوامداره وقفه ترلاسه کړي.»

په دې مقاله کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی دی: «پر غیر نظامیانو باندې هر ډول وحشیانه برید توقف او د نړیوالو بشردوستانو قوانیو له نقص څخه دې مخنیوی وشي او دا اړینه ده، چې پر غیر نظامي تاسیساتو له برید ډډه وشي.»

چین دغه راز په غزه کې د بشردوستان دهلیز د جوړلو غوښتنه وکړه: «بشري مرستو ته دي ګړندی، خوندي، بې خنډه او دوامداره لاسرسی برابر کړل شي.»

hs/fz/nz (AFP, AP, Reuters, dpa)