1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس يرغمل او اسرائيل فلسطيني بنديان آزاد کړي

۱۴۰۲ آذر ۷, سه‌شنبه

دغه يرغمل شوي او بنديان په غزې تراډه کې په جګړه کې د وقفې د غځولو د هوکړې پر اساس آزاد شوي دي. په آزادو شويو کې دوه آلمانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4ZWrO
د حماس له خوا په آزادو شويو کې ډېر ماشومان هم شامل دي
د حماس له خوا په آزادو شويو کې ډېر ماشومان هم شامل ديانځور: Israel Defense Forces/REUTERS

د اسرائيل او حماس ترمنځ په جګړه کې د دوو نورو ورځو له پاره د وقفې غځولو وروسته نور يرغمل شوي کسان هم آزاد شوي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې په آزادو شويو کې دوه آلماني اتباع هم شامل دي.

تر دې دمخه د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې په دې کسانو کې دوه آلمانان چې دوه ګونی تابعيت لري او همدا راز درې فرانسويان او شپږ دوه ګونی تابعيت لرونکي ارجنټايني وګړي شامل دي.

له پاريس څخه د معلوماتو په حواله آزاد شوي فرانسوي اتباع هم د ۱۲ او ۱۶ کلونو عمر لرونکي تنکي ځوانان دي.

په جګړه کې وقفه او د يرغمل شويو آزادېدل

دا په اسرائيل کې يرغمل شويو او غزې ته تښتول شويو کسانو څلورمه جوپه وه چې له جمعې ورځې راهېسې يعني په جګړه کې له وقفې راهېسې آزاد شوي دي.

د اسرائيل د پوځ د معلوماتو په حواله لومړي آزاد شوي کسان د دوشنبې په ماښام د اسرائيل خاورې ته رسېدلي دي. د سه شنبې په سهار بيا اسرائيل هم له خپلو زندانونو څخه د ۳۳ فلسطيني بنديانو آزادول تائيد کړل.

د اسرائيل له بنده آزاد شوي يوه زنداني ته د اردن سيند په لویدېځه غاړه کې هرکلی ويل کیږي
د اسرائيل له بنده آزاد شوي يوه زنداني ته د اردن سيند په لویدېځه غاړه کې هرکلی ويل کیږيانځور: Issam Rimawi/Anadolu/picture alliance

د سيمه ایزو رسنیو په حواله په دې منځ کې اسرائيل د هغو لسو کسانو ليست هم ترلاسه کړی دی چې تر دې وروسته باید آزاد شي، خو د هغوی نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د اردن سيند د لوېديځې غاړې په بايتونيا کې هغه وخت يوه خونړۍ پېښه رامنځته شوه کله چې آزاد کړل شوي فلسطينيان په يوه سروس موټر کې هلته ورسېدل: د فلسطين د خپلواکمنې ادارې د روغتيا وزارت په حواله يو ځوان د اسرائيلي ځواکونو سره تر شخړې وروسته په ډزو ووژل شو.

د بشري مرستو له پاره «ارزښتناک وخت»

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې انالېنا بېربوک، ملګرو ملتونو، امريکا متحده ايالاتو او اروپايي اتحادیې، په جګړه کې د وقفې د غځولو هرکلی کړی دی. که چېرې دا وقفه غځول شوې نه وای نو نن، سه شنبه سهار به پای ته رسېدلې وای.

بېربوک وويل چې «په غزه کې انسانانو ته زموږ د مرستو رسولو له پاره هم دا يوه ارزښتناکه موده ده.»

تر دوشنبې ماښام پورې تر۵۰ ډېر يرغمل شوي د حماس له بنده آزاد شوي چې په دوی کې دوه ګونی تابعيت لرونکي آلمانان هم شامل دي. ۱۹ نور يرغمل شوي چې ډېر یې تاېلنډيان دي د يوې ځانګړې هوکړې په چوکاټ کې آزاد کړل شوي دي. په بدل کې یې اسرائيل تر اوسه په ټولیزه توګه ۱۵۰ فلسطيني زندانيان آزاد کړي دي.

دا کسان د اکتوبر پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندي د حماس ترهګرو په بريد کې يرغمل شوي او غزې ته تښتول شوي ول. حماس ډله چې آلمان، امريکا متحد ايالاتو، اروپايي اتحادیې او ځينو نورو هيوادونو له خوا د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې، په سونو جنګيالي يې اسرائيل ته داخل شول او هلته یې تر ۱۲۰۰ زيات انسانان ووژل او ۲۴۰ کسان یې وتښتول.

اسرائيل د دې په ځواب کې پر غزه تراډه درانه هوايي او ځمکني بريدونه وکړل. د حماس د معلوماتو په حواله چې په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي، د فلسطينيانو په سيمو کې دې بريدونو تر اوسه تقريباً ۱۵۰۰۰ کسان وژلي دي.