1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

د استرالیا سیاستوالو د جولیان اسانج د خوشې کولو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د جولیان آسانج په اړه تر یوې مهمې استماعیه غونډې مخکې د آسترالیا پارلمان یو پریکړه لیک تصویب کړی چې په هغې کې له امریکا او بریتانيا څخه د جولیان آسانج د خوشی کولو غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4cQX5
Julian Assange
جولیان آسانج په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې د زرګونو محرمو اسنادو د خپرولو له کبله تر تعقیب لاندې دی.آرشیف انځورانځور: Frank Augstein/AP/picture alliance

د استرالیا پارلمان ۸۶ غړو د هغه پریکړه لیک په تائید کې رایه ورکړه، په کوم کې چې د جولیان آسانج د خوشې کولو غوښتنه شوې وه. یوازې ۴۲ غړو له دې پریکړه لیک سره مخالفت کړی دی. په پریکړه لیک کې ویل شوي چې اسانج ته دې خپل کور ته د تللو اجازه ورکړل شي.

لومړي وزیر انتوني البنیز، د هغه تحریک ملاتړ کړی دی چې په ۲۰۲۲م کال کې واک ته له رسیدو راهیسې د جولیان اسانج د قضیې د پای ته رسیدلو غوښتنه کوي.

نوموړي په تیر اکتوبر مياشت کې هم د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره په دې اړه په مستقیم ډول خبرې کړې وې. مخکې تر دې د استرالیا په پارلمان کې د مختلفو ګوندونو له استازو څخه جوړ یوه پلاوي واشنګټن ته سفر کړی وو، څو امریکایي قانون جوړونکو ته د اسانج د خوشې کولو له پاره لابي وکړي.

ټاکل شوې ده چې اسانج راتلونکي اونۍ يوې بریتانوي محکمې ته حاضریږي او استرالیایي پارلمان دغه اپیل مخکې له دې کړی دی.

د استرالیا لوی څارنوال مارک دریفوس، وایي چې نوموړي دا موضوع تیره میاشت په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې وه.

دریفوس په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا غیر رسمي خبرې اترې وې، خو د اسانج په هکله د دې حکومت دریځ ډیر واضح دی او په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. اوس یې وخت را رسیدلی دی چې دغه معامله ختمه کړای شي.»

Julian Assange
استرالیوی طبع جولیان اسانج اوسمهال د لندن په بیلمارش محبس کې بندي دیانځور: Matt Dunham/AP/picture alliance

له کلونو راهیسې د لندن په زندان کې بندي

د ویکي لیکس انترنټ پاڼې بنسټ ایښودونکی جولیان آسانج په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې د زرګونو محرمو اسنادو د خپرولو له کبله تر تعقیب لاندې دی. امریکایي چارواکي د هغه په هکله وایي چې نوموړي له قانونه سرغړونه کړې او د افرادو ژوند یې په خطر کې اچولی دی.

اسانج اوس د لندن په بیلمارش محبس کې بندي دی او د جاسوسۍ په تور د امریکا له پاره مطلوب دی، چیرې چې د ۱۷۵ کلن بند سزا له ګواښ سره مخامخ دی.

خو اسانج له یوې اوږدې مودې راهیسې همدا ویلي دي چې د هغه پر وړاندې دوسیه سیاسي انګیزه لري، د نوموړي د مدافع وکیلانو ډله وایي چې که هغه امریکا ته واستول شي، کیدای شي ځان وژنه وکړي.

په ۲۰۲۱م کال کې یوه بریتانوي قاضي د هغه د رواني وضعت په اړه د انديښنې په څرګندولو سره امریکا ته د اسانج د سپارلو مخه نیولې وه.

خو وروسته بیا لوړې محکمې په دې استدلال کولو سره دغه پریکړه بدله کړه چې امریکا ثابته کړې ده چې په حفاظت کې به د اسانج مراقبت یا خیال ساتل کیږي. په ۲۰۲۲م کال کې د بریتانيا د هغه وخت د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل امریکا ته د اسانج د سپارلو غوښتنه تائید کړې وه چې له امله یې د اسانج یو نوی قانوني اپیل پیل شو.

امریکا ته د سپارل کیدو په صورت کې به د ویکي لکس دغه بنسټ ایښودونکی د افغانستان او عراق په هکله د محرمو اسنادو د خپرولو او جاسوسۍ له تورونو سره مخامخ شي.

د امریکا د جاسوسۍ قانون پر نقضولو د محکومیدو په صورت کې کیدای شي نوموړی تر ۱۷۵ کلن بند سزا پورې محکوم شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب