1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په کلونو د افغانستان د جګړې حقيقي څهره پټه ساتلې وه

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په يو راپور کي راغلي دي چي له بربنډ سوو محرم اسنادو څخه روښانه سوې چي امريکايي چارواکو په افغانستان کي د جګړې په تړاو حقايق تر هغه مثبت ښودل، لکه چي ول.

https://p.dw.com/p/3UVBh
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

د دې له پاره چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو له پاره روانې قيمتي جګړې جريان توجيه سي، د امريکا حکومت او نظامي چارواکو خپل ولس ته حقايق نه ويل. دا خبره د واشنګټن پوسټ په هغه مطلب کي راغلې ده چي د بربنډو سوو محرمو اسنادو په حواله يې کړې ده.

د يادي رسنۍ د دوشنبې د ورځي (۲۰۱۹ کال د دسمبر ۹مه) په آنلاين ګڼه کي راغلي چي د امريکا حکومت د »ګلابي اعلاناتو« يا په بله اصطلاح په ظاهره مثبتو ادعاؤ تر شا ځان پټ ساته او د افغانستان د جګړې په تړاو يې منفي راپورونه او خبرونه پټ ساتل.

د واشنګټن پوسټ په وينا د چارواکو له خوا د حقايقو د نه ښودلو په تړاو دغه تفصيلات او شواهد يې په ۲۰۰۰ پاڼې هغو اسنادو کي موندلي چي لا تر اوسه خپاره سوي نه دي.

زياته سوې ده چي ياد اسناد د ۴۰۰ لوړپوړو چارواکو پر هغو مرکو ولاړ دي چي د محرمو متونو د لاسته راوړلو له پاره دغه رسنۍ په محکمه کي دعوی کړې وه. په دغه راپور کي د بېلګي په توګه په کابل کي د امريکا د پخواني سفير راين کروکر نقل قول راغلی چي وايي امريکا په زياته په افغانستان کي د »په لوړه کچه اداري فساد« په رامنځ ته کولو کي بريالۍ سوې، که څه چي دا کار يې په قصد سره نه دی کړی.

ياد اسناد د امريکا د کانګريس په غوښتنه د سيګار په نوم د هغه ادارې له خوا چمتو کړل سوي ول چي په ۲۰۰۸م کال د کانګريس له خوا رامنځ ته کړل سوې وه. د دغې ادارې دنده له۲۰۰۱م کال راهيسي جريان لرونکي افغانستان جګړې د څرنګوالي معلومول وه.