1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارمنيانو وروستۍ ډله له قره باغه ارمنستان ته ورسېده

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د ارمنستان حکومت ویلي دي چې د ناګورنو قره باغ له جنجالي سیمې څخه د ارمني کډوالو وروستی بس ارمنستان ته رسیدلی دی. دا سېمه څو ورځې وړاندې د اذربایجان ځواکونو ونيوله.

https://p.dw.com/p/4X4Zp
Armenien Geflüchtete Berg-Karabach Aserbaidschan
انځور: DAVID GHAHRAMANYAN/REUTERS

د ارمنستان د حکومت ویاند نازلي بغداسریان ویلي دي، چې د ناګورنو قره باغله جنجالي سېمې څخه ۱۰۰ زره ۵۱۴ ارمنیان چې له سیمې وتلو ته اړ شوي، ارمنستان ته رسېدلي دي.

د هغه په ​​وينا، د کډوالو وروستى بس د دوشنبې په ورځ ارمنستان ته ورسېد او يو شمېر نور کډوال په خپلو موټرو کې دغه هېواد ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، چې ډېر دغه کډوال روغتیايي ستونزي لري او یا هم په روغتون کې بستر شوي دي.

دوی همدا راز وایي، چې که په دې سېمه کې نور ارمنيان پاتې وي، بايد د سرې میاشتې له نړيوالې کمېټې سره تماس ونيسي.

د ناګورنو قره باغ له جنجالي سیمې څخه د ارمنیانو ډله ایز وتل تیره اونۍ له هغه وروسته پیل شول چې اذربایجان په پوځي عملیاتو کې دغه سیمه ونیوله.

د اذربایجان حکومت په وار وار ویلي دي چې د تېښتې له پاره هېڅ دلیل نشته او د دې سیمې اوسېدونکي به د قوانینو له مخې د دغه هېواد په ټولنه کې مدغم شي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علی يف ته د یوه استبدادي واکمن په سترګه کتل کېږي او په دغه هېواد کې د مطبوعاتو ازادي محدوده ده او د بشري حقونو سازمانونو پرې نیوکې کړې دي.
 

الهام علی يف د دوشنبې په ورځ په باکو کې ټینګار وکړ چې اذربایجان له څو قومونو او مذهبونو څخه جوړ دی. هغه وویل: «موږ ټول د یوې کورنۍ په توګه ژوند کوو. اوس د دې وخت دی چې قفقاز ته ازادي راوړو»

هغه لا دمخه اعلان کړی وو چې لسګونه زره اذربايجانيان به ناګورنوقره باغ ته حرکت وکړي. ارمنستان د خپل ګاونډي آذربایجان حکومت په توکمیز چلند تورن کړی دی.

اذربایجان په دې وروستیو کې د ناګورنو قره باغ په جنجالي سیمه کې عملیات پیل کړل او د ارڅخ جمهوریت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پیژندلی، تسلیمولو ته اړ کړ. د ارمنستان رهبرۍ د ځان د اعلان شوي جمهوریت مشرتابه اعلان کړی چې دغه جمهوریت به د نوي کال له پیله منحل شي.