1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آرمنيانو نسل وژنه؛ اصلي قضيه څه ده؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ کې د هغه وخت د عثماني خلافت له خوا تر ۱،۵ ميليونه پورې آرمنيان ووژل شول. د ترکیې حکومت تر ننه د نسل وژنې خبره ردوي.

https://p.dw.com/p/3saMV
Türkei Völermord an den Armeniern
انځور: picture alliance/CPA Media/A. Wegner

په اصطلاح د «آرمني ستونزې د حل» په چوکاټ کې عثماني ځواکونو د ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶م کلونو ترمنځ په سونه زره آرمنيان د سوریې دښتې ته وشړل چېرې چې هغوی له سختې لوږې سره مخ شول. همدا راز له ټول هيواد څخه په زرونه آرمني وګړي راټول او بيا اعدام کړل شول.

په داسې حال کې چې ډېری تاريخپوهان دغه په اصطلاح د «مرګ مارشونه» او قتل عام د «نسل وژنې» په توګه يادوي، د ترکیې حکومت يوازې په ډله ایزه توګه د شړل کيدو او خونړيو اخ و ډبونو د رامنځته کیدو خبره مني.

د يوې پرځېدلې امپراتورۍ پايلې

د ۱۹مې میلادي پېړې په پای کې د آرمنيانو د اوسيدنې اصلي سيمې پر عثماني، پارس او روسي امپراتوريو وويشل شوې. په عثماني امپراتورۍ کې تر يونانيانو وروسته د کابو دوه میلیونه انسانانو سره آرمنيان دويم ستر اقليت وو. د عثماني امپراتورۍ د بېلا بېلو توکمو پاشل کيدل او په بېلو ولسي ډلو کې د نالسیونالیزم پراخيدل د لومړۍ نړيوالې جګړې ترمخه خپل اوج ته رسيدلي ول.

د لوړو ماليو پر ضد د آرمني بزګرانو او تاجرانو اجتجاج ډېر ژر په يوه پاڅون واوښت چې د عثماني ځواکونو له خوا په زور و ځپل شو.

د ۱۹۸۰م کال او د لومړۍ نړيوالې جګړې ترمنځ موده کې د ترکانو او کردانو په لاس ډېر زيات آرمنيان ووژل شول. په همدې موده کې د آرمني ياغيانو له خوا هم بريدونه ترسره شول چې پر نورو سربیره پر برحاله سلطان بريد هم پکې شامل دی.

Armenien Genozid-Gedenkstätte Zizernakaberd in Jerewan
انځور: picture-alliance/imageBROKER/Bildverlag Bahnmüller

په مرميو ډله ایزه وژنه

د لومړۍ نړيوالې جګړې پر وخت عثماني امپراطورۍ له روسیې سره په جګړه کې ښکیل وه خو آرمنيان برعکس  په «پارتیزاني» ډلو کې شامل شول چې غوښتل یې له روسي امپراتور سره د سيمو په نيولو کې مرسته وکړي.

د امريکا کانگرس د آرمنیانو وژل «عام وژنه» وبلله

د آرمني رضاکارو- ليوا چې د روسانو په ليکو کې جنګيدل دا تمه درلودله چې روسي امپراتوران به بري ته تر رسېدو وروسته له هغوی سره د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د عثماني خلافت مشرانو له روسیې سره د پوځي ماتې پړه پر آرمنيانو ور واچوله. په ۱۹۱۵م کال کې د عثمانيانو د پوځ آرمني عسکر بې وسلې کړل شول: بشپړې لښکري قوې د سړکونو جوړولو په پلمه وغوښتل شوې او بيا دغه عسکر په ډله ایزه توګه په مرمیو وويشتل شول.

پلان شوی خروج؟

د يوې له زور زياتي ډکې آرمني ضد فضا په ترڅ کې د ۱۹۱۵م کال د اپريل پر ۲۴ نېټه په استانبول کې د آرمنيانو پر ضد د چاپو پر وخت په زرونه روڼاندي آرمنيان ونیول او وشړل شول. دا د هغه وخت د کورنيو چارو د وزير هدف وو چې له پلازمېنې څخه دې ټول آرمنيان وشړل شي.

Völkermord an den Armeniern
ژغورل شوي آرمنيان د فرانسوي له عسکرو سرهانځور: Imago/UnitedArchives

په می میاشت کې بيا عثماني ځواکونو د هيواد له ختیځ څخه د آرمني وګړو په ډله ایز اخراج پېل وکړ. علت یې دا وښوول شو چې هغوی کيدای شي له روسانو سره مرسته وکړي.

«د ماضي د شرم کار»

په ۱۹۱۹م کال کې د عثماني امپراتورۍ تر ړنګيدو وروسته صدراعظم فريد پاشا په رسمي توګه د آرمنيانو پر ضد د يوه «جنايت» د ترسره کيدو خبره وکړه. د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير کمال د جلا وطن کوونکو شمير ۸۰۰ زره وښود.

Deutschland Bundestag Armenienresolution Abstimmung
په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان پارلمان د آرمنيانو د وژنې په اړه يو پريکړه ليک تصويب کړانځور: Getty Images/AFP/S. Gallup

د ترکیې د جمهوريت بنسټ ايښوونکي کمال اتاترک د ۱۹۲۰م کال د اپريل پر ۲۴ په انقره کې د پارلمان په پرانيست غونډه کې د آرمنيانو ولس وژنه د «ماضي يو شرمناک عمل» وباله. خو د ترکیې وروستيو حکومتونو بيا د قتل عام خبره ردوله او تر ننه پوري يې ردوي.

د آلمان د حکومت بخښنه

د نسل وژنې د جزا په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسيون چې د ۱۹۵۱م کال په جنورۍ مياشت کې عملي شو، نسل وژنه داسې تشريخ کوي:  «هغه اعمال او اقدامات چې د يوې ملې، نژادي او يا مذهبي ډلي په بشپړه توګه يا قسماً د له منځه وړولو په نيت ترسره شوي وي.»

د آلمان او ترکیې تر منځ دیپلوماتیک کړکیچ

د نړۍ يو شمير هيوادونو په دې منځ کې د آرمنيانو وژنه د نسل وژنې په توګه په رسمي توګه پيژندلې ده چې آلمان هم پکې شامل دی.

د آلمان پارلمان د ۲۰۰۵م کال د جون مياشتې په يوه اعلامیه کې له آرمني ولس څخه د هغه وخت د آلمان امپراتورۍ د چلند له کبله بخښنه وغوښتله چې د آرمنيانو د ورکولو د مخنيوي له پاره يې هیڅ نه وو کړي.

ب. ص/ ن. ز (Gehrke, Mirjam / Latschan, Thomas)