1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليارمنستان

له قره باغ څخه تر ۵۰ زرو زیات ارمنیان ارمنستان ته داخل سول

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

له قره باغ څخه د وتلو امرنيانو شمېر تر ۵۰ زرو څخه زيات سوی دی. د ارمنستان حکومت وايي د نگورنو قره باغه څخه ورغلي شاوخوا ۳۲ زره کډوال يې ثبت کړي دي. اذربايجان د يادي سيمي پخوانی مشر روبن وارطانيان هم نيولی دی.

https://p.dw.com/p/4WtkI
ارمنستان | د ناګورنو قره باغ څخه کډوال
ارمنستان | د ناګورنو قره باغ څخه کډوالانځور: Stepan Poghosyan/Photolure photo/AP Photo/picture alliance

د المان خبري اژانس د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۷ نېټه) خبر ورکړ چې تر اوسه پورې څه باندې ۵۰ زره ارمنیان د نګورنو قره باغ له لارې د ارمنستان خاورې ته داخل سوي دي.

د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان ویاند، نازلي بغدادساریان ویلي چې تر اوسه د ناګورنو قره باغ څخه شاوخوا ۲۳ زره ارمنیان دغه هېواد ته داخل او په رسمي توګه ثبت سوي دي. بغدادسریان دا اعلان هم وکړ چې د دغو کډوالو لپاره یو کمپ هم جوړ سوی دی.

ارمنیان د ناګورنو قره باغ  له سیمي څخه د موټر او بس په واسطه تګ کوي. په ټولنيزو شبکو کې د خپرو شويو هوايي عکسونو له مخې، له قره باغ څخه ارمنستان ته پر غځېدلو سړکونو لا هم ترافيکي حجم ډېر زيات دی.

له ناګورنو قره باغ څخه د ارمنیانو وتل هغه وخت پیل سول کله چې اذربایجان په سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل او ارمني ځواکونو د روسیې په منځګړیتوب د لاسلیک سوي اوربند له مخې خپلې وسلې وسپارلې.

د ارمنستان حکومت له قره باغ څخه د لسګونو زرو بې ځایه شویو کسانو منلو ته چمتووالی اعلان کړی، خو نړیوالې مرستې دوام لري. اروپايي ټولنې او جرمني د قره باغ له ارمنیانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړې.

د المان په ګډون ځینو لویدیځو هیوادونو له  الهام علي اف څخه وغوښتل چې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې قره باغ ته ننوځي.

د قره باغ د پخواني مشر نیول کېدل

اذربایجان ژمن دی چې په ناګورنو قره باغ کې د ارمنیانو حقونو ته درناوی وکړي. په هرصورت، ډیری ارمنیانو پریکړه وکړه چې دا سیمه د غچ اخیستنې له ویرې ارمنستان ته پریږدي.

له نګورنو قره باغ څخه تېښته
له نګورنو قره باغ څخه تېښتهانځور: Gaiane Yenokian/AP Photo/picture alliance

د راپورونو له مخې، د اذربايجان ځانگړو سرحدي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۷ نېټه) د قره باغ یو سوداګر او پخوانی مشر روبن وارطانیان نیولی دی. نوموړی د ۲۰۲۲ کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې خپل ځان د « ارتساخ » د ولسمشر په توگه یاد کړی وو او پر دغه دنده و.

په ناګورنو قره باغ کې شخړه
په ناګورنو قره باغ کې شخړهانځور: Emmanuel Dunand/AFP


د روبن وارطانیان میرمن د اذربایجان د پوځي ځواکونو لخوا د هغه نیول کیدل تایید کړي دي.

آ./ص.ز./ا.ا.