1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کابل د دشت برچې سيمې د چاودنې مسئولیت منلی

۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

داعش ډلې په کابل کې د پنجشنبې ورځې په ماښام په یوه ورزشي کلب کې د شوې چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی. په دغه چاودنه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په هکله مختلف ارقام ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Y99K
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې تر ېوې چاودنې وروسته اخیستل شوی انځور
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې تر ېوې چاودنې وروسته اخیستل شوی انځورانځور: AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، داعش ډلې د جمعې په ورځ پر ټيلګرام ولیکل چې د کابل په دشت برچي کې د پنجشنبې ماښام چاودنه د دوی جنګیالو کړې چې په کې ېې له یو پارسل بم څخه استفاده کړې ده. دغې ډلې ادعا کړې چې دغه بم د «داعش جنګيالو په یوه ګوټه کې چې شیعه ګان په کې راټول شوي ول، ځای پر ځای کړی وو.»

تر دې مخکې رپوټونو د امنيتي سرچينو له قوله ويلي وو چې د دشت برچې ساحې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي، خو د فرانسې خبري آژانس وايي وژل شوي کسان څلور دي. دغه آژانس وايي، طالب چارواکو ورته د داعش ډلې د مسئولیت منلو په هکله د دوی پوښتنې ته په سملاسی توګه ځواب نه دی ورکړی. له سيمې څخه په سيمو رپوټونو کې د مړو شمېر اته تنه هم ښودل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د جمعې ورځې په مازديګر خبریالانو ته په یو استول شوي پيغام کې د مرګ ژوبلې پر ابتدايي ارقامو په بیا کتنې سره ويلي چې په یاده چاودنه کې ۷ تنه ټپیان شوي او د چاودنې د رامنځ کېدو په هکله لا هم تحقیقات روان دي. امنيتي چارواکو په سر کې ويلي وو چې د دشت برچي سيمې په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

۲۶ کلن سلطان علي امیري، وايي چې دی د چاودنې پر مهال په ورزشي کلب کې نه وو، خو زیاتوي چې« چاودنه ډېره ځواکمنه وه. ديوالونه، دروازې او ښيښه يي کړکۍ او ښېښې ټولې ماتې شوي دي.» هغه دغه راز زیاته کړه: «ډير څه خراب شوي، د بوکس خريطه او تقریباً هر څه له منځه تللي دي.»

داعش ترهګرې ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې په شیعه ګانو باندې د شوو حملو مسئولیت منلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل