1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودني دوه کسان وژلي

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

د طالبانو د امنيتي چارواکو په حواله د کابل په يوه تجارتي مرکز کې د پنجشنبې په ماښام يوې چاودنې دوه کسان وژلي او نهه نور یې ټپيیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Y5aA
آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو يو امنيتي ساتونکی
آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو يو امنيتي ساتونکیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د ادارېد کابل د پولیسو وياند خالد ځدران، خبريالانو ته په يوه پېغام کې ويلي دي چې چاودنه په دشت پرچي سيمه کې شوې ده.

نوموړي وويل: «د پولیسو يوه پلټونکي ډله سيمه ته رسېدلې څو د چاودنې علت معلوم کړي.»

ځدران زياته کړه چې نهه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي، خو د هغوی د روغتيايي وضعيت په اړه یې جزيات په ډاگه نه کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شويو عکسونو کې چې سملاسي په خپلواکه توگه نه شي تائيديلی، ليدل کيږي چې يوه څو پوړيزه ودانۍ چې لا پکې اور بل دی، تخريب شوې ده.

په يوه ويډيو کې په رزمي لوبو کې کاريدونکې دستکشې د ماتو ښيښو ترمنځ ليدل کيږي. دسيمه ایزو رسنيو د رپوټونو په حواله چاودنه د سپورټ د يوه کلب مخې ته شوې ده.

د داعش ډلې چې شعيه مذهب بدعت گڼي، په همدې سيمه کې چې اکثريت وگړي یې شعيه مذهبه او هزاره توکمه دي، په دې وروستيو کلونو کې ښوونځي، مسجدونه او د سپورټ کلبونه په نخښه کړي دي.

له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، ځانمرگي بريدونه او چاودنې لږ شوي دي خو د داعش په گډون ځيني وسله والې ډلې اوس هم يو امنيتي گواښ دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP)