1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: مشران نباید ناسمې او بې سنده خبري وکړي

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

طالبانو د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار هغه څرګندوني په کلکه رد کړي چې ویلې يې وو امریکا له طالبانو څخه د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې. طالبانو ویلي په دې اړه د ښاغلي حکمتیار خبره «سمه» نه ده. حکمتیار څه ویلي؟

https://p.dw.com/p/4ZxrF
د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه غونډه کې د وینا پر مهال
د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه غونډه کې د وینا پر مهالانځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

په کابل کې د اسلامي ګوند مشر د خپلو تازه څرګندونو په ترڅ کې ادعا کړې چې د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته د یوه لست په سپارلو سره له دوې غوښتي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

هغه د طالبانو پر ضد د بیلابیلو ډلو لخوا د مسکو او ویانا په ګډون وروستیو غونډو ته په اشارې سره ویلي: »دا طبیعي ده چې هیوادونه په آسانۍ سره په خپله خاوره کې چا ته د دا ډول غونډو د ترسره کیدو اجازه نه ورکوې خو اوس خبره دا ده چې دغه هیوادونه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د دا ډول غونډو له لارې فشارونه اچوي.»

د حکمتیار په خبره »حقیقت دا دی چې په وروستیو ورځو شپو کې امریکا د طالبانو په اړه خپل دریځ، ژبه او موقعیت بدل کړی.«

هغه د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه: «حتی ویل کېږي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. ځکه یو لیست هم چمتو شوې خو دا اسلامي امارت دی چې باید وضاحت ورکړي.»

طالبان: دا خبرې حقیقت نه لري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدانځور: Xinhua /imago images

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «د امریکا متحده ایالاتو لخوا د اسلامي امارت څخه د ټول شموله حکومت د جوړولو د غوښتنې په اړه ادعاوې حقیقت نه لري.»

مجاهد د اسلامي ګوند د مشر څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړې چې »اسلامي امارت له هیڅ چا سره د داسې حکومت د جوړولو ژمنه نه ده کړې. په دې برخه کې د ښاغلي حکمتیار خبرې حقیقت نه لري. د هیواد مشران باید بې اسناده او ناسمې خبرې ونه کړي.«

باید وویل شې چې طالبانو تر دې دمه د ټول شموله حکومت د جوړیدو هر ډول غوښتنه رد کړې. دوی چې خپله اداره ټول شموله بولي له مخالفو ډلو ټپلو سره د ګډ حکومت جوړیدو ته چمتو نه دي.

د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې په لاسلیک شوې تړون کې یوه برخه د بین الافغاني خبرو اترو وه چې لا هم نه ده عملي شوې، خو طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په بشپړ ډول پر دې هیواد واک ترلاسه کړ.