1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د حکمتیار څرګندونو ته غبرګونونه

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په اسلام اباد کې ویلي دي چې افغان حکومت د سولې پر ځای د جګړې دوام غواړي. د هغه دغو څرګندونو ته عامو افغانانو او د چارو کتونکو سخت غبرګونونه ښوولي دي.

https://p.dw.com/p/3kEqY
Gulbuddin Hekmatyar
انځور: Reuters/Parwiz

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله په خبرو بوخت دی. نوموړي نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۲۱مه) په اسلام اباد کې له لومړي وزیر عمران خان سره هم کتلي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «لومړي وزیر په دې کتنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او ورورولۍ پر تاریخي تړاونو ټینګار وکړ.»

تر دې کتنې وړاندې حکمتیار په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول چې په دوحه کې روان د افغان سولې بهیر کې سیاسي ګوندونه څنډې ته پرېښودل شوي دي.

دغه راز، نوموړي دغه خبرې یوازي د «آرګ او طالبانو» تر منځ بللي چې په وینا یې په ټولو افغانانو پورې اړه نه لري.

حکمتیار افغان حکومت تورن کړی دی چې سولې ته ژمن نه دی او د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

د حکومت غبرګون

خو افغان حکومت بیا د ښاغلي حکمتیار دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې حکومت سولې ته ژمنتیا طالبانو ته د سولې په څو طرحو کې ثابته کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «له ګلبدین سره د افغانستان اسلامي دولت د سولې توافقنامه هم یوه ژوندۍ نمونه ده چې د دولت ژمنتیا او صداقت په ډاګه کوي.» 

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل، سولې ته د افغان حکومت پر ژمنتیا نیوکې شته، خو ټینګار یې وکړ چې افغان مشران باید د نېوکو ځای ځایګي ته هم جدي پام وکړي: «زه د حکمتیار پر څرګندونو ملاحظه نه لرم، خو سټیج ډير مهم دی ښه به دا وي چې ښاغلي حکمتیار د اسلام اباد پر ځای په کابل کې خپل حکومت نقد کړی وای.»

ابراهیم زی زیاتوي چې حکمتیار باید اسلام اباد تر خپل سفر وړاندې په کابل کې له ولسي او سیاسي شخصیتونو سره کتلي وای او له پاکستاني چارواکو سره یې له واحده دریځه خبرې کړې وای.

د کابل ښار اوسېدونکي سمیر دویچه ویله ته وویل، عام افغانان سولې ته د ژمنتیا په برخه کې د جګړې پر دواړو ښکېلو غاړو بې باوره دي.

د حکمتیار دغه څرګندونې په ټولیزو شبکو کې هم پراخ غبرګون له ځان سره لري. حقوقي شنونکي محمد اجمل هوډمن پر خپله فیسبوک پاڼه د حکمتیار خبرو ته په اشارې سره لیکلي: «د عمران خان مېلمه په ۱۳۹۹ کې د ۱۳۷۵کال غوندې خبرې کوي، ته به وا دی د تیرو ۴۲ کلونو له واقعاتو هیڅ خبر نه دی.»

حکمتیار په اسلام اباد کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم څرګندونې کړي او زیاته کړې یې ده چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې.

په کابل کې د حزب اسلامي دفتر ویلي چې نوموړی د پاکستان حکومت په رسمي بلنه هلته تللی.

حکمتیار له ۲۰۰۱م کال وروسته د طالبانو په څېر د امریکا او افغان حکومت پرضد جګړه کوله او په ۲۰۱۶م کال کې د سولې د یوه هوکړه لیک په ترڅ کې کابل ته راغلی.

اسماعیل شاکر – کابل