1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: د پوتين د اتومي وسلو د استعمال ګواښ واقعي دی

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د امریکا ولسمشر جو بایدن وايي نړۍ له اتومي «قیامت» سره مخ ده او خبرداری ېې ورکړ چې ولاديمیر پوتین کیدای شي له اتومي وسلو استفاده وکړي. د بایدن په خبره پوتین چې د اتومي وسلو د استعمال کوم ګواښ کوي «ټوکې نه کوي.»

https://p.dw.com/p/4Hthc
د بایدن په خبره پوتین چې د اتومي وسلو د استعمال کوم ګواښ کوي «ټوکې نه کوي.»
د بایدن په خبره پوتین چې د اتومي وسلو د استعمال کوم ګواښ کوي «ټوکې نه کوي.»انځور: AFP

جو بایدن د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې وويل چې «موږ په ۱۹۶۲م کال د کنيدي او کیوبا توغندويز بحرانونو وروسته د اتومي قیامت له احتمال سره مخ نه وو.»

که څه هم د چارو کارپوهان وايي چې د اتومي وسلو حملې کېدای شي کوچنۍ او محدودې وي، خو بایدن خبرداری ورکړ که چېرته تکتيکي حمله کوچنۍ هم وي په يوه محدوده ساحه کې په ېوې پراخې اورلګېدنې باندې منجر کیږي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې پوتين «ټوکې نه کوي، کله چې هغه د اتومي وسلو او یا هم د بیالوژيکي او کيمياوي وسلو د تکتيکي استعمال څخه خبرې کوي.» د بایدن په خبره پوتين په دې دليل ټوکې نه کوي چې روسي ځواکونو د اوکراین په جګړه کې ډير ضعیف عملکرد درلودلی دی.

زیلنسکي د پوتین د اټومي وسلو د استعمال تهدیدات جدي بولي

بایدن وويل: «موږ د کیوبا تر توغندویز بحران وروسته د لومړي ځل له پاره د اتومي وسلو د مستقیم استعمال له ګواښ سره مخ یوو.»

د روسېې ولسمشر، ولاديمير پوتين، خبرداری ورکړی که چيرته هغه اړ شي د اوکراین په يو شمير اشغال شوو سیمو کې د کيف او د هغه د غربي متحدينو پر وړاندې به له اتومي وسلو څخه د وروستي انتخاب په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې روسيي ځواکونه په اوکراين کې له يو شمیر نيول شوو سیمو پر شا شوي او کيف وايي چې ځواکونه به ېې پرمخ ځي. دا وخت روسي ځواکونه د اوکراين له تهاجمي حملو سره مخامخ دي.

اوکرایني ځواکونه په خارکيف سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د توپ فیرولو پر مهال
اوکرایني ځواکونه په خارکيف سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د توپ فیرولو پر مهالانځور: Andrii Marienko/AP/picture alliance

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، د پنجشبې په ماښام ناوخته ادعا وکړه چې د اکتوبر میاشتې له پيل راهيسې د اوکراین په جنوبي سېمه خرسون کې «له روسي اشغالګرو څخه تر ۵۰۰ کيلومتره مربع مساحت ډېره اراضي بېرته آزاده شوې ده.»

په جنوب کې د اوکراین د پوځ وياندې، نتالیا ګومنیوک، وويل چې بيرته آزادې شوې سيمې چې د څو مياشتو راهیسې د روسي ځواکونو په قبضه کې وې، په لسونو ښارګوټي او کلي په بر کې نيسي. اټکل کيږي چې په خرسون کې تر جګړې مخکې شا او خوا یو ميلیون خلکو ژوند کاوه. روسي ځواکونو دغه سيمه د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین تر پوځي يرغل وروسته ډير ژر او په سادګۍ ونيوله.

له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو غيرقانوني الحاق

د روسېې له لورې ګمارل شوو چارواکو د سېمې له خلکو غوښتي چې خپله آرامتيا حفظ کړي او د مسکو له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو مرستیال قوماندان، کیریل ستیرموسوف ډاډ ورکړی چې د کریملین ځواکونه د اوکرايني ځواکونو د پرمختګ مخه نيسي.

خو رپوټونه وايي چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د زاپروږيا مرکزي او صنعتي ښار پر توغنديو ويشتل چې پکې يو شمير ملکيان وژل شوي دي. رپوټونه وايي چې د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتين نن جمعه د اکتوبر ۷مه د خپلې زېږېدنې ۷۰مه کلیزه ولمانځله. ويل شوي چې د شمالي کوریا رهبر کيم یونګ اونګ روانه اوونۍ پوتین ته د هغه د کلیزې د مبارکۍ پيغام استولی دی.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب