1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د روسېې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د نسبي بسيج کولو امر صادر کړ او يو ځل بیا ېې لويديځ ته د اتومي وسلو د استعمال خبرداری ورکړ. د روسيې دفاع وزارت وايي د اوکراين په جګړه کې تر اوسه ۵۹۳۷ روسي عسکر وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4H9cY
د روسیې ولسمشر ولاډيمير پوټين ولس ته وينا کوي
د روسیې ولسمشر ولاډيمير پوټين ولس ته وينا کويانځور: Russian Presidential Press Service/AP Photo/picture alliance

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۲۱) د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره د نسبي بسيج کولو امر صادر کړ. پوتين سهار وختي پر تلویزیون ملت ته د وینا پر مهال وويل چې دغه اضافي عسکر نه یوازې د اوکراين په جګړه کې د بريا له پاره يوه اړتیا ده، بلکې د اوکراین د لويديځو پلويان پر وړاندې هم ضرروت دی.

پوتين زیاته کړه: «که زموږ د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ کيږي، موږ به د خپلو خلکو د محافظت له پاره ټول موجوده امکانات و کاروو.» د روسيې ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې «روسيه د ځواب ورکولو له پاره ډیرې وسلې لرې.»

پوتين ټينګار وکړ چې «دا کومه لاپه نه ده» او لوېديځ ته ېې خبرداری ورکړ چې دی تیار دی د خپل هيواد د دفاع له پاره له اتومي وسلو کار واخلي. د روسېې ولسمشر تر دې مخکې هم د اتومي وسلو د کارولو خبرداری ورکړی وو.

شولڅ پر پوتین سخت انتقاد وکړ

پوتین زیاته کړه: «لوېديځ په خپلې روسيې ضد سیاست کې له هر کرښې څخه اوښتی دی.« پوتین وويل: »او هغه چې هڅه کوي په اتومي وسلو سره موږ بلک ميل کړي، باید پوه شي چې د باد لوری کېدای شي د هغو په طرف وروګرځي.»

پوتين به د قسمي بسيج ځواکونو سره په اوکراین کې خپلې جګړې ته زور ورکړي، هغه هم په داسې یو وخت کې چې په وروستيو کې نه یوازې روسي ځواکونو له پاره پرمختګ سخت شوی، بلکې له يو شمیر سېمو څخه په شا شوي هم دي.

په دې منځ کې د ايزیوم ښار یو له مهمو سېمو څخه دی چې اوکرايني ځواکونو په وروستيو کې بېرته نيولی دی.

پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو بریدونو اعلان وکړ

د روسېې دفاع وزير د پوتين د وسله والو ځواکونو د نسبي بسیج پروکرام په اړه وويل چې په دغه چوکاټ کې ۳لکه ریزرفي یا اضافي ځواکونه منسجم کیږي. هغه زیاته کړه چې په دې کې به هغه ریزرفي ځواکونه چې د جګړې پخوانۍ تجربې لري هم شامل وي. په روسيه کې په مجموع کې ۲۵ ميلیونه ریزرفي ځواکونه شته.

شويګو دغه راز په اوکراین کې د روسېې د جګړې له پیل راهیسې د روسي عسکرو تلفاتو ته هم اشاره وکړه: «تر نن ورځې زموږ د تلفاتو شمیر ۵۹۳۷ تنه دی.» هغه زياته کړه چې روسیه په اوکراین کې په هغه اندازه نه جنګيږي، څرنګه چې اوکراین د لويديځ د یو جز په توګه جنګيږي.

دا لومړی ځل دی چې روسیه په رسمي توګه د اوکراین په جګړه کې د خپلو وژل شوو سرتيرو ارقام خپروي. خو خپلواک څارونکي بیا په دې باور دي چې د روسي ځواکونو واقعي تلفات تر دې د پام وړ ډير لوړ دي. روسيې نژدې ۷ میاشتې مخکې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ.

ک.ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: