1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د پوتین د اټومي وسلو د استعمال تهدیدات جدي بولي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د اوکراین جمهوررییس، ولود یمیر زیلنسکي واضح کړې ده، چي هغه د روسیې لخوا د اټومي وسلو استعمال د امکانه لیري نه بولي.

https://p.dw.com/p/4HLT9
Bildkombo | Wladimir Putin und Wolodymyr Selenskyj
انځور: A. Gorshkov/SPUTNIK/AFP/Getty Images/Presidency of Ukraine/AA/picture alliance

هغه د «سي پي اِس» امریکايي خبري چینل سره په خبرو کي وویل، دی ګمان نه کوی، چي ولاد یمیر پوتین تنها خبري کوي او څوک په اصطلاح خطأ باسي. پوتین همدا څو ورځي دمخه ویلي وه، چي که یې ارضي تمامیت ترخطرلاندي راسي، د ټولو ممکنه په اختیار کي درلودونکو وسایلو څخه به کار واخلي. 
د بلي خوا بیا د امریکا متحده ایالاتو د جمهوررییس، جو بایدن د ملي امنیتي مشاور، جېک سالیوان تاکید کړی دی، چي د اټومي وسلو استعمال به روسیې ته هم سخت فاجعه امیزه عواقب ولري.