1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او پاکستان د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړی استازی پر افغان کشاله د خبرو له پاره ایران ته تللی او هلته یې د دغه هيواد له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4IOig
تهران/ د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
تهران/ د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیانانځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې ویلي دي چې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان سره کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان ځانګړی استازی په افغانستان کې د وروستیو بدلونو په اړه د خبرو په موخه ایران ته تللی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې د تهران – اسلام اباد تر منځ د همکاریو پر پراختیا په ځانګړې توګه په سیمه کې پر ټیکاو ټینګار کړی دی.

امیر عبداللهیان په دغه هيواد کې تر څلورنیم میلیون ډېرو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره ویلي دي چې له هغه وخت راهيسي چي طالبان واک ته رسېدلي دي، تر یو نیم میلیون ډېر نور افغانان ایران ته ور اوښتي دي.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د هغې سولې او ثبات ملاتړ کوي چې خپل هيواد ته د کډوالو د بیرته ستنېدو زمینه برابروي.

په وروستي یو کال کې ایران ته پر پراخې کډوالۍ سربیره، هره اونۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون زرهاوو افغان کډوال په زور له ایران څخه رااېستل کیږي او یا هم په خپله خوښه ستنیږي.

اېستل شوي کډوال تل د ایراني چارواکو له ناوړه چلند ان د وهلو ټکولو تر بریده شکایت لري.

اړوند مطالب:په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل، پاکستان ته ګټه لري؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د یوې ځانګړې غوندي جوړېدو ته چمتووالی وښود.

د اعلامیي پر بنسټ، صادق خان په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه د پاکستان د دریځ تشریح کولو ترڅنګ ویلي چې د کورنیو ستونزو او بهرنيو فشارونو له امله په دغه هيواد کې ناامنۍ ډېرې شوي دي.

هغه په دې برخه کې د سیمي او ګاونډیو هيوادونو پر رغنده رول ټینګار وکړ او ويې ویل ایران او پاکستان د کډوالو د ترانزیټ، د خلکو د ژوند ټیټې کچې، ناامنیو ډېرېدو او نشته يي توکو د قاچاق له اړخه ډېر زیانمن دي.

د اعلامیي پر بنسټ، محمد صادق خان زیاته کړې ده: «د ایران او پاکستان همکارۍ کولای شي د افغانستان له خلکو سره د مرستې ترڅنګ، د افغانستان او سیمي خلکو له پاره د یاد شوي وضعیت ویجاړوونکې اغیزې کمې کړي.»

د پاکستان حکومت تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د صادق خان د کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سیاست او تجارت په هکله د ایران او پاکستان نژدیوالی