1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل، پاکستان ته ګټه لري؟

۱۴۰۰ شهریور ۴, پنجشنبه

د پاکستان د امنيتي ادارې ځينې برخې له طالبانو سره ډېرې ژوري اړيکي لري. د پاکستان مشرتابه په افغانستان کې د طالبانو له بري څخه څه انتظار لري او دغه بری به پر پاکستان څه اغیزې ولري؟

https://p.dw.com/p/3zWeB
Pakistan Islamabad | Treffen Premier Khan mit Taliban-Führern
انځور: Pakistan Prime minister office/AFP

دا څو ورځې تر مخه په افغانستان کې کابو په هر ساعت کې وضعيت تغيرېده: طالبانو تر يوه ولايت وروسته بل ولايت تر خپل ولکې لاندې راوست او ویې کولای شول کابل عملاً بې له مقاومته ونيسي – چې دا څه د ډېرو له پاره حيرانوونکي وو.

د افغانستان امنيتي ځواک عملاً منحل شو. د افغان پوځ دا ډول پاشل کيدو چې په دې تېرو شلو کلونو کې د ميلياردو ډالرو په لګښت جوړ شوی وو او تقويه شوی وو، ټول څارونکي او په تېره بيا افغانان ډېر حيران کړل.

که څه هم چې د سيمې له پاره د دې تازه پرمختګ پايلې لا د وړاندوينې نه دي خو دا لا دمخه يقيني ده چې پاکستان د طالبانو ترڅنګ د دې شخړې دويم ګټونکی دی. دا څرګندونې محمد لقمان کوي. نوموړی د فرانکفورت په پوهنتون کې په پاکستان کې د ناسيونالیزم او مذهب ترمنځ اړيکې پر موضوع خپله دوکتورا ليکي.

نوموړی ليکي چې اوس لا په دې اړه اټکل يا وړاندوينه ډېره ستونزمنه ده چې پر پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدل څه اغیز ولري. او همدا هغه څه دي چې توضح کول یې ګران دي.

له څو مياشتو راهيسې افغان حکومت پر پاکستان تور لګاوه چې له طالبانو سره د هغوی په پرمختګ کې ملاتړ کوي. په ازبکستان کې د يوه سيمه ایز کنفرانس په ترڅ کې په غير عادي توګه پخواني ولسمشر غني او د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په ښکاره پر يو بل لفظي ګوزارونه وکړل.

عمران خان د غني پر دې تور چې پاکستان په زرونه طالب جنګيالي افغانستان ته اړوي، سخته غوسه وښووله. عمران خان ټینګار وکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د روان وضعيت سره هیڅ اړيکه نه لري او دغه هېواد د شخړې يوه سوله ایز حل ته ليوال دی.

Afghanistan Chinas Außenminister Wang Yi führt Gespräche mit Taliban-Führung
د چين د بهرنیو چارو وزير د طلبانو له يوه مشر سرهانځور: Li Ran/XinHua/dpa/picture alliance

هغه ويلي ول چې په ګاونډي هېواد کې جګړه او د مهاجرو نوې څپه پاکستان بې ثباته کولی شي.

ښايي دا اټکل قسماً سم وي او سمه وي چې پاکستان هلته په زرونه طالب جنګيالي نه وي داخل کړي خو دا خبره نه شي ردېدلی چې د پاکستان اسټبلشمنت [پوځ او استخبارات] له طالبانو سره ژورې اړيکي پالي که څه هم چې اوس يې پرې اغیزه مخ پر کميدو دی.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره يو ځل بیا تر شلو کلونو وروسته يو «پاکستانی پلوه رژيم» واک ته رسېدلی دی. د مخکې په پرتله دا ځل د پاکستان ترڅنګ له سيمې څخه نور نقش لرونکي هم په فعاله توګه د امريکا متحده ايالاتو تر وتلو وروسته افغانستان ته په شکل ورکولو کې برخه اخلي.

طالبان او ګاونډي هېوادونه یې

تر هغه وروسته چې امريکا له طالبانو سره مستقيمې خبرې پېل کړې او د وتلو اعلان یې وکړ، ډېرو ته دا واضح وه چې طالبان په افغانستان کې د ځواک يو څرګند فکتور دی او دا شخړه د پوځي لارې د حل وړ نه ده.

د سيمې هېوادونو ته د دې شخړې د لمن پراخيدو مخنيوي په موخه، په افغانستان کې ثبات د ټولو ګاونډي هيوادونو په ګټه دی. له دې کبله د پاکستان ترڅنګ چين، ايران او روسيه هم هڅه کوي چې د واک خلا ډکه شي.

د طالبانو استازو په دې وروستيو مياشتو کې له دې هيوادونو سره دوې اړخیزې خبرې پېل کړې او ظاهراُ کيدای شي د دوی [د طالبانو] د رژيم په رسميت پيژندلو په برخه کې يو ډول هوکړې ته هم رسېدلي وي.

د بیلګې په توګه چين غواړي چې ګاونډی هيواد افغانستان د «ګمربند او سړک د نوښت» په برخه کې د يوه مهم ترانزيتي هېواد په توګه شامل کړي. يو باثباته حکومت به که هغه د طالبانو هم وي، له چين سره د خپلو زيربنايي پروژو په عملي کولو کې مرسته وي.

چين پر دې سربیره له افغانستان څخه دا تضمين هم غواړي چې هيڅ ايغور جنګيالي به د افغانستان په خاوره کې نه مشيتيږي.    

له بې ثباتۍ څخه وېره

د روسیې له پاره هم په منځنۍ آسيا کې امنيتي وضعيت او د سيمه ایزو ترهګرو ډلو مخنيوی ډېر ارزښت لري. مسکو د منځنۍ آسيا د جمهوریتونو له بې ثباتۍ څخه ويره لري او له همدې کبله له طالبانو سره مستقيمې خبرې کوي که څه هم چې د روسیې حکومت دغه ډله په رسمي توګه د ترهګريزې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.

ايران هم ورته چلن کوي. دغه هېواد ځان ته د افغانستان د شيعه مذهبو د ساتونکي په توګه ګوري او د هغوی د امنيت د تامينولو هڅه کوي.

د پاکستان له پاره بيا په عين وخت کې ډېر جيو پوليټيکل يا سياسي جغرافيايي فکتورونه ډېر مهم دی: پاکستان غواړي چې طالبان د پاکستان د تحريک طالبان يا ټي ټي پي ډلې فعاليت محدود وساتي او د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو مخه ونيوله شي.

پاکستاني طالبان چې په دې وروستيو کې ځپل شوي ول، بيرته قوي کيدل به یې د پاکستان د امنيتي وضعيت له پاره ډېرې ناوړه پايلې ولري.

Pakistan | Lahore Orange Train Metro
چين غواړي د کمربند او سړک د نوښت سره غواړي سيمه سره وصل کړيانځور: Sajid Hussain/Pacific Press/picture-alliance

نړيوالې تجارتي اړيکي

د بلوچستان ایالت بيلتون غوښتونکو په افغانستان کې پناه ترلاسه کړې وه او له هغه ځايه به یې نسبتاً په آزاد ډول عمليات کول. په بلوچستان کې بې نظمي د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز « CPEC» په نوم پروژه له پاره ستر ګواښ دی.

دغه پروژه د ګوادر او کراچۍ بندرونو له لارې له نړيوال تجارت سره د نښليدو مستقيمه لاره ده. دا هر څه به د طالبانو په شتون په آسانۍ سره د عملي کیدو وړ وي.

د پاکستان له پاره تر ټولو اړينه خبره داده چې د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو سره به په افغانستان کې د هند اغیز په پراخه کچه راکمه شي. هند وکولای شول په دې وروستيو کلونو کې د پانګونې او پروژو له لارې خپل نفوذ پياوړی کړي چې پاکستان ورته تل د شک په سترګه کتل.

د پاکستان له پاره د خپل لوېديځ سرحد خونديتوب مرکزي نقش لري. په لويديځ سرحد کې د يوه دښمن شتون به د يوې محاصرې په څېر وي. د دې مخنيوی د پاکستان واکدارانو ته لومړیتوب لري.

له بنسټپالنې څخه وېره

طالبانو د پاکستان له ملاتړه ډېره ګټه واخيسلته، که څه هم چې د دوی ډېر مشران له ۲۰۰۱م کال راهيسې په پاکستان کې بنديان ول. تښتيدلي طالبان مشران او د هغوی کورنۍ په کويټه کې ول. د پاکستان پوځ او استخباراتو او طالبانو د مشرانو ترمنځ تل اړيکه موجود وه چې له کبله یې پاکستان وکولای شول د طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې له امريکايانو سره يوه مېز ته کښېني.

که څه هم چې پر دغي ډلي د اسلام آباد نفوذ لږ شوی خو بيا هم دواړې خواوې له يو بل څخه مستفيد کيږي.

په پاکستان کې يو بل نظر هم موجود دی: د طالبانو واک ته رسېدو سره ډېر پاکستانيان ويره لري چې ټولنه به یې د افراطيت پر لور روانه شي، ځکه په پاکستان کې ګوندونه او تشکیلاتي عناصر له طالبانو سره څرګنده خواخوږي لري.

دوی ټول د طالبانو بري ته د دوی د سياست د تائيد په سترګه کوري. همدا وو چې د پاکستان د جميعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو مشر ملا هيب الله اخونزاده ته مبارکي وويله.

دا چې طالبان به د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو مخه ونيولی شي او که نه، يوه سخته پوښتنه ده. له همدې کبله اوس لا تر وخت مخکې ده چې سړی په دې اړه وړاندوينه وکړي چې د طالبانو واک ته رسېدل به پر پاکستان څه اغیزه ولري. راتلونکو څو مياشتو ته له همدې کبله په ليوالتيا سره کتل کيږي. خو دا خبره قطعي ده چې افراطيت يوې داسې سيمې ته بيرته راګرځيدلی دی چې لا دمخه هم ډېره بې ثباته وه.