1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او تجارت په هکله د ایران او پاکستان نژدیوالی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

ایران او پاکستان د اړیکو تر یوه ساړه پړاو وروسته اوس غواړي چي بیرته یو له بل سره نژدې سي. دغه دواړه هیوادونه د افغانستان له یوه نامعلوم برخلیک څخه هم په اندېښنه کي دي.

https://p.dw.com/p/3sdaf
Hassan Rohani, iranischer Präsident (links) und Imran Khan Niazi, pakistanischer Ministerpräsident
انځور: IRNA

په دا وروستیو کي د سرحدونو پرانیستل او په تجارت کي آسانتیاوو د پاکستان او ایران ترمنځ د ښو اړیکو د پیلیدو زیگنال ورکوي. د دغو دواړو گاونډیو اسلامي هیوادونو ترمنځ اړیکي په تیرو کلونو کي ډېري سړې سوي وې: له یوې خوا د دواړو هیوادونو پر پوځي غړو باندي د افراطیونو یا هغو بیلتون غوښتونکو له خوا چي د سرحد پر دواړو خواوو عملیات ترسره کوي، ترهگري بریدونو او له بلي خوا د سیمه ایز امتیاز له پاره په تیره بیا د یمن په جگړه کي، د ایران له رقیب سعودي عربستان څخه د پاکستان د ملاتړ په دلیل.

د پاکستان پارلمان په ۲۰۱۵م کال کي د پوځي تجهیزاتو د لیږلو په هکله د ریاض وړاندیز رد کړ. دغه هیواد غوښتل چي د یمن په کړکیچ کي بې طرفه پاته سي. خو د پاکستان صدراعظم عمران خان په چټکۍ سره هڅه وکړه ترڅو له خپل هیواد سره تر ټولو مهم مرسته کوونکي سعودي عربستان ته د نامحدود ملاتړ ډاډ ورکړي. هغه وویل که سعودي عربستان د برید هدف وگرځول سي، اسلام آباد به یې ترڅنگ  ودریږي.

پاکستان په ۲۰۱۷م کال کي خپله دغه ژمنه عملي کړه. او ددغه هیواد د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف د ترهگرۍ ضد څو ملیتي ائتلاف چي د سعودي عربستان په نوښت رامنځته سوی وو، د قوماندان په توگه وټاکل سو.

اوس دغه دواړه هیوادونه غواړي چي تجارتي راکړه ورکړه پیاوړې کړي او له هغې څخه د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي له پاره د یوې وسیلې په توگه گټه واخلي. په دې هیله چي د اقتصادي ودي په مرسته به د بلوچستان په ناآرامه سیمه کي د خلکو وضعیت ښه سي.

دواړه هیوادونه په دغه سیمه کي ۹۰۰ کیلومتره گډه پوله لري او د پولي دواړو خواوو سیمي ددغو هیوادونو تر ټولو بې وزلي سیمي بلل کیږي.

Irans Außenminister Sarif empfängt eine Taliban-Delegation in Teheran im Januar 2021
جواد ظریف د ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ کي د طالبانو یو هیئت منيانځور: WANA/REUTERS

په افغانستان کي د گډوډیو له امله گډه اندېښنه

د سرحد په دواړو خواوو کي د اوضاع د آرامیدو له پاره د تهران او اسلام آباد ترمنځ گډي هلي ځلي په افغانستان کي د وروستیو پرمختگونو سره موازي رواني دي.

ولسمشر روحاني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په خبرو کي وویل چي «ایران او پاکستان د مستقیمو گاونډيو هیوادونو په توگه باید په دغه هیواد کي د سولې د پروسې په برخه کي خپل گډ کار لاپسي  پیاوړی کړي.»

دواړه هیوادونه د طالبانو او افغان حکومت د نژدو کیدو له پاره هڅي کوي. د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پریکړه به افغانستان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي.

خارجه وزیر قریشي په تهران کي د ملاقات پر وخت وویل، نه ایران او نه هم پاکستان غواړي چي په افغانستان کي له سره ترهگري پراخیتا ومومي.

هغه اندېښنه لري، که د سولي بین الافغاني خبري لا پسي له خنډ سره مخامخ سي، نو په افغانستان کي به داخلي جگړه پیل او په نتیجه کي به د افغانانو ډله ایز مهاجرتونه رامنځته سي.

د ایران خارجه وزیر ظریف د اپریل په نیمايي کي هم د هند په نوښت د «رایسنیا دیالوگ» په نامه غونډه کي په ورته ډول اندېښنه وښودله.

هغه د افغانستان حالت ته په کتو سره له یوه گډ گواښ څخه خبره وکړه او زیاته یې کړه چي «موږ ټول یوه مشترکه علاقمندي لرو. موږ ټول یوه باثباته او ډاډمن افغانستان ته ضرورت لرو. داسي یو افغانستان چي په هغه کي ترهگر آزادانه عملیات ترسره کوي، د ایران، هند، پاکستان، چین، مرکزي آسیا، روسیې او ټولي نړۍ له پاره یو گواښ دی.»

Karte Iran Chabahar DEU

د افغانستان او ایران له پاره اقتصادي چانسونه

د ایران خارجه وزیر ظریف د یوې آرامي سیمي د رامنځته کیدو وړاندیز وکړ چي په هغه کي به افغانستان هم گټه ورڅخه واخلي. هغه ټینگار وکړ چي له همدې کبله د چین او پاکستان په گډون نور هیوادونه باید هم د چابهار بندر په پروژه کي چي له هند سره په گډه پيل سوې ده، شامل سي.

په پام کي ده چي د چابهار بندر د هغه تړون پر اساس چي د هند او ایران ترمنځ په ۲۰۱۶م کال کي لاسلیک سو، د »ترانسپورت په نړیوال دهلیز« باندي واړول سي چي پر پاکستان باندي پر راگرځیدو سره، منځنۍ آسیا له عرب سمندرگي سره و نښلوي.

په دغه پروژه کي د ۶۳۰ کیلومتره په اوږدو د ریلگاډي پټلۍ هم شامله ده چي هند ته یې د اصلي پانگوال په سترگه کتل کیږي.

PG/NZ/DW.Online