1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اټومي آژانس: د زاپوریژیا بټۍ وضعیت د شدیدې انديښنې وړ دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته نږدې جنګي فعالیتونو په پام کې نیولو سره د نړیوال اټومي آژانس مشر رافايل ګروسي، په سیمه کې د اټومي ناورین رامنځته کیدو په اړه شدیده انديښنه ښودلې ده. دغه بټۍ د روسي پوځ له خوا اشغال شوې ده.

https://p.dw.com/p/4R0V7
Ukraine | AKW Saporischschja
انځور: Erik Romanenko/TASS/dpa/picture alliance

په دې وروستیو ورځو کې د روسیې او اوکراین په سرحدي سیمو کې د پوځي بریدونو پراخیدو نړیوال اټومي آژانس (IAEA) په شدید ډول انديښمن کړی دی. دغه انديښنه په ځانګړي توګه د زاپوریژیا اټومي بټۍ د وضعیت په اړه ده. دغه اټومي بټۍ د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې راهیسې د روسي پوځ له خوا اشغال شوې ده.

د روسيې د پوځ کمزوري نکتې چيري دي؟

اوس د نړیوال اټومي آژانس مشر رافایل ګروسي ویلي دي چې د دې بټۍ د وضعیت په اړه «ډیر سخت انديښمن» دی. نوموړي د دې ترڅنګ چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ په اطرافو کې وضعیت ورځ تر بلې په داسې شکل سره بدلیږي چې د وړاندوینې وړ نه وي، خبرداری ورکړ: «زه په شدید ډول امنیتي خطرونو ته انديښمن یم. مونږ باید اوس د یوې درنې او جدي اټومي پيښې رامنځته کیدو د مخنیوي له پاره اقدام وکړو.»

بل لور ته د زاپوریژیا د سیمې قوماندان چې د روسیې له خوا ټاکل شوی دی هم د جمعې (د می میاشتې ۵ نیټه) په ورځ د روسیې په وسیله د یو شمیر اشغال شوو سیمو، د هغو له جملې څخه د انرهودار د تخلیه کولو امر کړی دی.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د زاپوريژیا د اټومي بټۍ اکثره کارکوونکي د انرهودار سیمې اوسیدونکي دي. د رپوټونو په حواله د دې سیمې په اوسیدونکو کې داسې کورنۍ موجودې دي چې ماشومان، د پاخه عمر لرونکي، معلولین او په روغتون کې بستر شوي ناروغان لري چې په اسانۍ سره نه شي کولی له دې سیمې څخه ووځي.

امریکا اوکراین ته د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

ویل کیږي چې دغه امر په دې وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې د اوکراین د هوایي ځواکونو د بمبار زیاتیدو له کبله ورکړل شوی دی.

د زاپوریژیا بټۍ په تیرو میاشتو کې څو څو واره د پوځي برید په ترڅ کې په نښه کړای شوې ده او د یوه اټومي ناورین رامنځته کیدو جدي ویرې ته یې لمن وهلې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص