1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«امریکا په ایران کې تر ټاکنو وروسته د اساسي تغیر تمه نه لري»

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو په «غير آزاد او عادلانه» بللو سره ویلي چې په ټاکنو کې د خلکو د مشارکت په هکله د ایران له خوا د خپرو شوو رسمي ارقامو پر ريښتینولۍ شک لري.

https://p.dw.com/p/4hlZ6
USA | PK Vedant Patel
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټيلانځور: Yasin Oztürk/Anadolu/picture alliance

امریکا متحده ایالاتو ويلي دي چې د دې خبرې په نه پام کې نیولو سره چې د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې کوم نوماند بریالی کیږي، واشنګټن په ایران کې د کوم اساسي بدلون رامنځته کیدو تمه نه لري او دغه ټاکنې آزاد او عادلانه نه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پټيل، خبریالانو ته وویل: «موږ هیڅ تمه نه لرو چې دغه ټاکنې که هره پایله ولري، د ایران په مسیر کې به د اساسي بدلون سبب شي او یا به رژیم د بشري حقونو او کرامت ته د درناوي کولو پر لور سوق کړي.»

پټیل همدرانګه د ایران له خوا د جمهوري ریاست د لومړي پړاو په هکله د رسمي شمېرو پر ريښتینولۍ شک څرګند کړ. نوموړي ټینګار وکړ: «د خلکو د ګډون په هکله حتی د ایران د حکومت رسمي شمېرې، د نورو ډیرو مواردو په څیر چې د ایران رژیم پورې اړه پيدا کوي، د باور وړ نه دي.»

د دغه هیواد د انتخاباتو ادارې د اعلان له مخې د شرایطو درلودونکو کسانو ۴۰ سلنو یې د ولسمشرۍ دورې په لومړي پړاو کې ګډون کړی دی او په مجموع کې ۲۴ میلیونه ۵۳۵۱۵۸ رایې کارول شوي دي. یو میلیون او ۵۶۱۵۹ رایې باطل اعلان شوي دي چې د ټولو کارول شوو رایو ۵،۴ سلنه برخه ده.

د څوارلسمې دورې د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو په ټولو انتخاباتي دورو کې د مشارکت تر ټولو ټيټه کچه لري.

له همدې امله څارونکي او شنونکي د دغو ارقامو ريښتینولۍ ته په جدي ډول د شک به سترګه ګوري او د اعتبار په اړه یې ډېري پوښتنې مطرح کړي دي.

د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي مرستیال آبرام پیلي، د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې د «شورای نګهبان په وسیله د نوماندانو د غوره کیدو» په هکله په ایکس شبکه کې لیکلي ول چې متحده ایالات تمه نه لري چې د ایران ټاکنې دې آزاد او عادلانه وي او: «د ایران خلک حتی ابتدایي آزادیو ته چې د هرې دیموکراسۍ اړینې ځانګړېنې ګڼل کیږي، لاسرسی نه لري.»
 

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو چې دوو نوماندانو سعید جلیلي او مسعود پزشکیان ورته لاره موندلې ده، د جولای میاشتې پر ۱۵ نیټه ترسره کیږي.

په هیواد کې دننه او بهر لسګونو سیاسي او مدني فعالانو د اعلامیو په خپرولو سره د دغو ټاکنو د تحریمولو غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د رئيسي مړینه: د طالبانو پر وړاندې به د ایران سیاست بدل شي؟