1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: پاکستان دي افغان کډوال ومني

۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

امریکا د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه غوښتي دي چي د افغان کډوالو په وړاندي خپل مسؤلیت ترسره کړي. خو پاکستان بیا ویلي دي چي د غیري قانوني کډوالو د ایستلو په پلان کي هیڅ بدلون نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/4XnKd
Pakistan | Afghanische Flüchtlinge verlassen Karatschi
انځور: Sabir Mazhar/AA/picture alliance

امریکا د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه په « ټینګه» غوښتي، چي د کډوالو پر وړاندي سره د نړيوال قوانینو له مخي خپل مسؤلیت سرته ورسوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند میتوملر د پنجشنبې په ورځ په خبري ناسته کي د یوې پوښتني په ځواب کي وویل: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه غواړو، چي د نړيوالو قوانینو له مخي افغان کډوالو ته د هغوی په خاوره کي د اوسیدو اجازه ورکړي، له کډوالو سره ښه چلند وکړي او د مرستو په چمتو کولو کي د نړيوالو بشري ټولنو سره په اړیکه کي سي.»

ملر زیاته کړه: «زه دا وایم، چي موږ د پاکستان په ګډون پر ټولو دولتونو ټینګار کوو، چي له کډوالو سره په چلند کي خپلو مسؤلیتونو ته پوره متوجه او د نړيوالو قوانینو له مخي د اغیزمنو کسانو درناوی وکړي.»

Videostill Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan haben Angst vor Abschiebung
انځور: Fatima Nazish/DW

ویل کیږي چي پاکستان د افغانانو په ګډون په لکونو غیري قانوني کډوالو ته د اکټوبر میاشتي تر وروستۍ نېټې پوري وخت ورکړی دی، ترڅو له پاکستان څخه ووځي.

له بلي خوا په افغانستان کي حاکمو طالبانو د پاکستان دا پرېکړه غندلې او هغه يې «نه منوونکې» ګڼلې ده.

د غیري قانوني کډوالو د ایستلو په پلان کي هیڅ بدلون نه دی راغلی

د پاکستان په وینا د غیري قانوني کډوالو د اخراج په پلان کي هیڅ بدلون نه دی راغلی او هغوی کولای سي چي د اکټوبرمیاشتي تر ۳۱ نېټې پوري په خپله خوښه خپلو مېنو ته ستانه سي او له دې نېټې وروسته يې د پاکستان د قانون له مخي د ایستلو لړۍ شروع کېږي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندي ممتاز زهره بلوڅ پرون له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل: «په هیواد کي د غیري قانوني کډوالو د ایستلو پلان پر خپل ځای دی او د یادي نېټې د غځولو پلان نه سته.»

Russland Afghanistan l PK der Anführer der Taliban-Bewegung in Moskau
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP

د دې په قول، حکومت يې د سپټمبر میاشتي پر ۲۶ نېټه اعلان کړی و چي ټول هغه کسان چي قانوني اسناد و نه لري یا هم ویزې يې تر وخت تیري وي له هیواد څخه ایستل کېږي.

زهرې بلوڅ همدارنګه زیاته کړه، هر هیواد د غیري قانوني اتباعو د تګ راتګ د منظمولو له پاره یو ډول قوانین لري، د غیري قانوني باندنیانو بیرته ستنېدل یوه اداري او قانوني موضوع ده، چي د پاکستان له اوسنیو قوانیو سره سم به ترسره کېږي دې روښانه کړه، په دې پلان کي هغه باندنیان نه دي شامل، چي قانون سندونه ولري.

په پاکستان کي په لکونو افغانان قانوني سندونه نه لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخي په پاکستان کي تر ۱۷ لکه ډېر افغانان هیڅ قانوني سند نه لري، د اسلام اباد په وینا په دغه هیواد کي افغانان په ترهګریزو پېښو کي لاس لري او په روان کال کي تر یو درځن په ډېرو ځانمرګو بمي بریدونو کي غیري قانوني افغانان ښکېل ول.

په ۱۹۷۹م کال کي پر افغانستان د تېر شوري اتحاد له یرغل څخه وروسته ډېر افغانان پاکستان ته کډوال سول، د اسلام اباد په وینا په پاکستان کي شاوخوا ۴۴ لکه افغانان ژوند کوي.

له ۲۰۲۱م کال راهیسي چي یوار بیا طالبانو پر افغانستان خپله واکمنۍ ټینګه کړه، نژدې شل زره یا تردې زیات افغانان له خپل جګړه ځپلي هیواد څخه وتښتېدل. دا افغانان بهرنيو هيوادونو ته د تګ په موخه په پاکستان کي د کډوالو څانګي ته د منلو غوښتنلیکونه ورکړي او په پاکستان کي د انتظار شپې سبا کوي.

بشري ټولنو پر پاکستان ټینګار کړی دی چې هغه په زرهاوو افغانان چي دامهال امریکا ته د تګ په موخه انتظار دي له خپل هیواد څخه د ایستلو په لړۍ کي مستثنی وګڼي.

زموږ له ارشیف څخه : 

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»