1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوالې: د کاربندیز او بې ‌وزلۍ کډوالۍ ته اړي کړي یو

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت په پیښور ښار کې په یوه وړه خونه کې چې، نسبتا ګرمه ده، د خیاطۍ ماشین ته ناسته ۲۵ کلنه لېمه سادات موده کېږي له افغانستانه کډواله شوې او هلته د تاج‌ آباد په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4Xa1j
Symbolbild | Unterdrückung von Frauen in Afghanistan
انځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

سادات چې پاکستان ته تر کډوالۍ وړاندې یې په افغانستان کې په یوه نادولتي سازمان کې کار کړی، وايي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې چې په موسسو کې پر مېرمنو کار بندیز ولګېد، دنده یې له لاسه ورکړه. هغه زیاتوي: «ما پخپله ډېرانتظار وکړ چې ښايي دوباره د کار اجازه راکړي، خو داسې و نه شول، بلاخره فقر او د فامیل نفقې پیدا کولو اړ کړو چې هېواد پرېږدو او پېښور ته راشوو.»

لېمه سادات دوه لیسانسه لري او د جمهوریت تر سقوط دمخه یې د ماسټرۍ له پاره ثبت نام کړی و. هغه وايي کله یې هم فکر نه وو چې یو وخت دې د پیسو له پاره د خلکو جامې وګنډي. لیمه زیاتوي: «د محصیلۍ پر مهال مې خیاطي زده کړې وه، فکر مې نه کاوه چې له دومره زده کړو سره سره به خیاطۍ ته اړه شم، په هر حال اوس خیاطي کوم څو کورنۍ ته نفقه پیدا کړم.»

اغلې سادات وايي د ژوند له پاره یې لوړې هیلې درلودې خو اوس یې یواځینۍ هیله داده چې د خپلې کورنۍ له پاره نفقه وګټي.

هغه وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په پاکستان کې د ویزې د نه تمدید ستونزه هم جدي ده چې اوس‌ ګڼ شمېر افغانان ورسره مخ دي: «په پېښور کې د نورو افغانانو په څېر زه هم د ویزې د تمدید ستونزه لرم، د دې ترڅنګ زه د کار جواز نه لرم، زه غواړم چې د خیاطۍ دا کار مې پراخه کړم، خو دا چې د کار جواز نه لرم نو نه شم کولای.»

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغانان له دې هیواده ووتل. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې تر درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

Afghanistan Frauen Protest Bildung
انځور: AFP

د کډوالۍ د نړیوال سازمان په راپور کې چې څه موده وړاندې خپور شوی، راغلي دي چې په دې دوو کلونو کې درې عشاریه شپږ میلیونه افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي چې په دې کې ۷۰ سلنه یې ایران ۱۸ سلنه نور یې پاکستان، ۱۱ سلنه یې ترکیې او اروپا او ۲ سلنه نور یې نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په دوی کې یو شمېر یې د سیاسي او امنیتي ستونزو، خو ډېر نور یې د بېکارۍ له امله ګډوال شوي. طالبانو د تېر ۲۰۲۲م کال په ډېسمبر کې په ټولو غیر دولتي ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه. دا پرېکړه په هيواد او بهر کې په پراخه کچه وغندل شوه، خو تراوسه د طالبانو په دغه دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

پاکستان له افغان کډوالو د فشار د الې په توګه کار اخلي؟

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي دي چې په افغانستان کې د مېرمنو پر کاربندیز، بېوزلي او بېکاري اوج ته رسولې ده. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږې ادارې اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې، په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه زیات خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري خو پر مېرمنو کار بندیز د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

طالب چارواکو‌ تراوسه نه دي ویلي چې په ادارو کې به مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي که نه؛ خو افغان مېرمنې له طالبانو غواړي چې د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي، څو د لېمې سادات په شان زرګونه نورې مېرمنې د ښه ژوند لوړو هیلو ته ورسیږي.

ا.ا / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie