1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا باور لري چې پاکستان د خپلو اتومي وسلو حفاظت کولی شي

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

امريکا ويلي دي چې د اتومي وسلو د حفاظت له پلوه د پاکستان پر وړتيا پوره باور لري. تر دې د مخه ولسمشر بایدن په دې تړاو اندېښنه ښوولې وه چې په غبرګون کې په اسلام آباد کې د امريکا سفير احضار شوی وو.

https://p.dw.com/p/4IKBW
د پاکستان اتومي وسلې؛ شاهين درې توغندی
د پاکستان اتومي وسلې؛ شاهين درې توغندیانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وياند ويدانت پتيل د دوشنبې په ورځ خبريالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل: «امريکا د اتومي وسلو د حفاظت په برخه کې د پاکستان پر وړتيا او اراده باور لري.»

هغه زياته کړه: «امريکا تل يو محفوظ او سوکاله پاکستان د امريکا د ګټو له پاره ډېر مهم ګڼي او که په پراخه معنی یې ووايو نو امريکا له پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.»

د يادولو ده چې ولسمشر جو بايدن د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۳مه نیټه) په کالیفورنیا کې د ديموکرات ګوند په يوه ځانګړي محفل کې د پاکستان د نژدې شريک چين ولسمشر شي جين پينګ ته د ور پيښو چيلنجونو په اړه خبرې کړې وې. په دې ترڅ کې نوموړي ويلي ول: «زما په فکر پاکستان شايد د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه يو دی، ځکه چې اتومي پروګرام یې غير منظم دی.»

پاکستان د بایډن د څرګندونو له کبله د امریکا سفیر احضار کړی دی

د پاکستان حکومت د ولسمشر بایدن تر دې څرګندونو وروسته په اسلام آباد کې د امريکا سفير دونالد بلوم ور غوښتی وو او په دې اړه يې خپل احتجاج کړی وو.

د سفير د احضار کیدو په اړه وياند څه وويل؟

خبريالانو د امريکا د بهرنيو چارو له وياند څخه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د امريکا د سفير د احضار کيدو په اړه هم پوښتنې وکړې.

وياند د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: «د سفير په اړه بايد ووايم چې موږ د [پاکستان] بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره وخت په وخت ګورو او زه په دې اړه د ويلو له پاره څه نه لرم.»

د پاکستان حکومت د ولسمشر بایدن تر څرګندونو وروسته په اسلام آباد کې د امريکا سفير ور غوښتی وو
د پاکستان حکومت د ولسمشر بایدن تر څرګندونو وروسته په اسلام آباد کې د امريکا سفير ور غوښتی ووانځور: picture alliance / Consolidated News Photos

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې د پاکستان د اتومي وسلو په تړاو د بايدن د څرګندونو په اړه اعتراض کړی او که نه؟ نو ويدانت پتیل یې په ځواب کې وويل: «امريکا د اتومي وسلو د ساتنې په برخه کې د پاکستان پر وړتيا او اراده باور لري.»

د لومړي وزير شهباز شریف څرګندونې

د بايدن تر څرګندونو وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د تويتر له لارې ویلي ول چې پاکستان «يو بامسئوليته اتومي دولت» دی او په دې تړاو ټول حفاظتي ګامونه په ډېر جديت سره اخلي.

د امريکا د ولسمشر پر څرګندونو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري، پخواني لومړي وزير عمران خان او پخواني صدراعظم نواز شريف هم غبرګون ښوولی وو.

بلاول بوټو زرداري ويلي چې ول دا چې بایدن دا څرګندونې په يوه رسمي غونډه کې نه دي کړي، ځکه یې نو بايد خبرې [د پاکستان او امريکا] اړيکې زيانمنې نه کړي.

امریکا پاکستان ته د جنګي جټ الوتکو د ترمیم تړون تائيد کړی

خو بوټو زرداري چې په دې وروستيو کې یې امريکا ته سفر کړی وو، په اړه پر خبرو اترو ټينګار وکړ.

ويدانت پتيل په خپلو خبرو کې وويل چې د يو اس ایډ مشرې سمانتا پاور او د بهرنيو چارو لوړ پوړي چارواکي ديرک شوليت په دې وروستيو کې د پاکستان سېلاب ځپلو سيمو ته سفر کړی وو او «دا [له پاکستان سره] داسې اړيکه ده چې موږ یې مهمه ګڼو او داسې څه دي چې موږ به یې په ترڅ کې ژورې اړیکي پر ځای وساتو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: