1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بایډن د څرګندونو له کبله د امریکا سفیر احضار کړی

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

پاکستان د امریکا د ولسمشر جو بایډن د څرګندونو له کبله د دغه هیواد سفیر احضار کړی دی. بایډن د اټومي وسلو د امنیت په ارتباط پاکستان د نړۍ یو تر ټولو خطرناک هیواد بللی و.

https://p.dw.com/p/4IFog
Washington Joe Biden  PK White House
انځور: picture alliance / Consolidated News Photos

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له خوا د پاکستان د اټومي وسلو په اړه څرګندونو په ارتباط یي په پاکستان کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ور بللی دی.

د زرداري په خبره د جوبایډن خبرو حیران کړی دی او دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو کمیدو د کوم سوء تفاهم سبب شوی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په حواله هغه فکر نه کوي چې د امریکا د سفیر په احضارولو سره به له امریکا سره پر اړیکو کوم منفي اغیز پریوځي.

جو بایډن څه ویلي؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۶ نېټه) په کانګرس کې د خپل ګوند د ټاکنیز کمپاین کمیټې د هرکلي په مراسمو کې ویلي و«پاکستان شاید د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، ځکه اټومي وسلې یي غیرمنظمې دي.»

اړوند: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په نړیواله کچه د مخ پر بدلیدونکي ژیو پولیټیکي وضعیت په پام کې نیولو سره کړې وې. هغه ویلي وو چې نړۍ په بدلیدو ده او هیوادونه د خپلو متحدینو په باره کې له سره غور کوي «او رښتیا خبره خو دا ده چې زه پر دې باور لرم چې نړۍ زمونږ پر لور ګوري، دا ټوکه نه ده. تر دې اندازې چې زمونږ دښمن هم له دې وضعیت سره د مقابلې له پاره زمونږ په طرف ګوري چې مونږ ورسره څنګه مقابله کوو او څه کوو.»

د پاکستان غبرګون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امریکا د سفیر پر احضار کولو سربیره د دوو سترو ګوندونو «پاکستان تحریک انصاف» او د «پاکستان مسلم لیګ ن» مشرانو هم د امریکا د ولسمشر د دغو څرګندونو په هکله حیرانتیا ښودلې او ویلې یي دي چې د پاکستان اټومي پروګرام د نړۍ یو له محفوظ ترینو پروګرامونو څخه دی.

اړوند: پاکستان ته اټوم بم جوړونکی عبدالقدير خان ومړ

د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان په یوه ټويټ کې لیکلي دي: «پر دې زه دوه پوښتنې لرم: اول، زمونږ د اټومي صلاحیت په هکله د امریکا ولسمشر د کومو غیر مجاز معلوماتو پر بنسټ دې پایلې ته رسیدلی دی، په داسې حال کې چې د صدارت پر مقام کې د پاتې کیدو په سبب زه په دې پوهیږم چې زمونږ د اټومي وسلو د قوماندې او کنترول سیستم د نړۍ یو له محفوظ ترینو نظامونو څخه دی. دویم، امریکا چې په ټوله نړۍ کې یي په جنګونو کې یي لاس درلود، برعکس پاکستان په ځانګړي توګه وروسته له دې چې اټومي وسلو ته یي لاس رسی پيدا کړی دی هیڅ کله یي هم تیری نه دی کړی؟»

عمران خان په خپل تویټ کې د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د پاکستان د موجوده حکومت د تګلارې ناکامي بللې ده.

د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف چې درې واره د پاکستان لومړی وزیر هم پاتې شوی دی په خپل تویټ کې لیکلي دي: «پاکستان یو با مسئولیته اټومي هیواد دی چې نړیوالو قوانیونو او تګلارو ته په احترام کولو سره د خپلو ملي ګټو د ساتنې بشپړ توان لري.»

شریف په خپل تویټ کې زیاته کړې ده: «زمونږ اټومي پروګرام د هیڅ هیواد له پاره خطر نه دی. د ټولو مستقلو هیوادونو په څیر پاکستان هم د خپل حاکمیت، خپلواکه دولت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې حق لري.»

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا