1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پاکستان ته د جنګي جټ الوتکو د ترمیم تړون تائيد کړی

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

پنټاګون پاکستان ته د ۴۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د اف-۱۶ الوتکو د ترمیم تړون تائيد کړی دی. د واشنګټن په حواله د دغو تجهیزاتو له پلورولو سره به د سیمې په بنسټیز پوځي تعادل کې کوم تغیر رامنځته نه شي.

https://p.dw.com/p/4GZtP
Pakistan Air Force | F 16C |  Nellis Air Force Base Nevada
انځور: imago/StockTrek Images/R. Edgcumbe

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپټمبر مياشتي ۷) په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د دې تړون له مخې به د پاکستان د اف-۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو د ترمیم په برخه کې همکاري وشي. خو د دې تړون له مخې به پاکستان ته کوم بل نوي ډول وسلې نه ورکول کیږي.

امریکا دا هم واضحه کړې ده چې پاکستان ته د اف-۱۶ جنګي الوتکو د ترمیم سامان آلاتو د ورکولو له تړون سره په سیمه ایز نظامي توان کې کوم تغیر رامنځته نه شي.

پنټاګون ویلي دي چې د جنګي الوتکو د ترمیمي تجهیزاتو قرارداد د ایرو سپیس کمپنۍ «لاک هیډ مارټن» شرکت ته ورکړل شوی دی.

د ترهګرۍ پر وړاندې موخو کې اغېزمنتوب

په دې ارتباط د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې (dsca) په اعلامیه کې ویل شوي دي چې پاکستان له امریکا څخه د اف-۱۶ جنګي الوتکو د ترمیم او فعاله ساتلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه او د دې احتمالي معاملې په اړه د امریکا کانګرس په جریان کې اچول شوی و.

د dsca په حواله په دې تخنیکي مرسته کې د انجینرۍ، تخنیکي او لوجستیکي خدمات شامل دي، خو په الوتکه کې د کوم نوي صلاحیت او یا وسلې ور زیاتول نه دي شامل.

په پاکستان کې يوې «ايف – ۱۶» الوتکې سقوط کړی دی

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې له دې احتمالي خرڅلاو سره به پاکستان د اف-۱۶ الوتکو د ترمیم او ساتنې لړۍ جاري وساتلې شي. دا به له پاکستان سره مرسته وکړي چې خپل له هوا څخه په ځمکه کې د ترهګریزو اهدافو د په نخښه کولو توان، برقراره وساتي. د دې ترڅنګ دا به د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت اهدافو په ترلاسه کولو کې هم مرسته وکړي. 

د دفاعي وسلو او تجهیزاتو په برخه کې پر امریکا تکیه

د یادونې وړ ده چې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشت کې پاکستان ته د اف -۱۶ جنګي الوتکو د ساتنې او ترمیم له پاره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو د ورکولو اعلان کړی و او دغه لړۍ مخکې تر دې هم همداسې روانه وه.

امريکا د پاکستان د پوځ اکمالاتي ملاتړ بيا پيلوي

د امریکا جوړ اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې د پاکستان د هوايي ځواک یوه مهمه برخه ده. پاکستان په مجموع کې ۸۵ دا ډول الوتکې لري چې په دې کې ۶۶ یي د بلاک ۱۵ ډوله جنګي جټ الوتکې دي او ۱۹ نور یي بیا د بلاک ۵۲ ډوله الوتکې دي.

پاکستان د خپل دفاع له پاره له امریکا متحده ایالاتو څخه د جنګي الوتکو تر څنګ مختلف ډوله وسلې او جنګي تجهیزات رانیسي. پاکستان نه یوازې له ترهګرو سره د مقابلې له پاره له دغو وسلو څخه استفاده کوي، بلکې په ختیځ کې له هند سره د خپلې ګډې پولې د حفاظت له پاره هم پر دغو وسلو تکیه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز