1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: کولن ښار کې د چاودنو شکمن مجرم په پاریس کې نیول شوی

۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبه

د الماني چارواکو په حواله د دغه هیواد په کولن ښار کې د تیري میاشتې د یو لړ چاودنو په ارتباط یو شکمن کس د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4lRRv
Deutschland | Großeinsatz der Polizei in Köln
انځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/IMAGO

دغه شکمن کس د تیرې سه شنبې په ورځ د فرانسې د پلازمېنې په روئیسي هوایي اډه کېنیول شوی دی. د المان په کولن ښار کې د عمومي څارنوالۍ دفتر ویلي دي چې د فرانسې له قضایي مسئولینو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دي، څو المان ته د دغه شکمن کس د سپارلو په اړه قانوني مراحل بشپړ کړای شي.

څیړونکي په دې باور دي چې دغه ۲۲ کلن ځوان د مخدره موادو په کاروبار کې ښکيل یو له مهمو کسانو څخه دی او شک کیږي چې دغه کس د المان په کولن ښار کې ترسره شویو څو چاودنو کې لاس لري.

داسې ویل کیږي چې د المان په هورت ښار کې له یوه ګودام یا ډیپو څخه په لویه پیمانه د چرسو له غلا کیدو وروسته دغه چاودنې شوي دي.

د کولن په یوه قهوه خانه کې تر چودنې وروسته انځور
تیره میاشت په کولن ښار کې شوو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس ټپي شوی وانځور: Christoph Hardt/picture alliance / Panama Pictures

د تحقیق کوونکو په حواله د نشه یي توکه په پیر او پلور کې ښکیله یوه ډله په کومه معامله کې تیر ایستل شوې او بې له معاوضې تیرې په لوړ مقدار کې چرس اخیستل شوي دي.

اغیزمنه شوې ډله د چرسو د بیرته ترلاسه کولو او یا یې قیمت ترلاسه کولو په هڅه کې وه، او ویل کیږي چې په کولن کې شوې دغه چاودنې د همدغو کوښښونو یوه برخه وه.

د عمومي چارنوالۍ د دفتر په حواله تر لسو ډیر شکمن کسان لادمخه په دغو جرمونو کې د لاس درلودلو په شک تر تعقیب لاندې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟