1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوليسو په سونو وسلې او چرس نيولي دي

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

د آلمان پولیس توانيدلي دي چې د بنگو د حرفوي کښت درې گلخانې او په ډېر مقدار کې وسله کشف کړي. په دې ترڅ کې ۱۱ کسان نيول شوي دي. دې کار څو ورځې ونيولي، څو چارواکي دغه زر ميله وسلې له دې ځايه انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/3lYZ5
د بنگو د توليد يو کشف شوی مرکز
د بنگو د توليد يو کشف شوی مرکزانځور: Polizei Aachen Pressestelle

دا پراخ عمليات د آلمان په آخن ښار کې ترسره شول. د پولیسو او څارنوالۍ په حواله د چهار شنبې په ورځ په دې ښار کې هغو عملياتو چې د چرسو د توليد د غيرقانوني مراکزو د لټون په موخه پيل شوي ول، «داسې ابعاد غوره کړل چې انتظار یې نه کيدی.»

د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهيسې چارواکي توانيدلي چې د بنگو د کښت درې گلخانې او د پام وړ مقدار وسلې او مهمات کشف کړي. د پولیسو په حواله ۱۱ شکمن کسان نيول شوي دي.

ډېري وسلې کشف شوي دي

د لومړيو دوو عملياتو په ترڅ کې چې د اکتوبر مياشتېې پر يولسمه نيټه شوي ول، پلټونکو په اويسکيرشن ښار او هرزو گنرات سيمه کې د چرسو د توليد دوه ځايونه وموندله.

د پولیسو د يوې اعلامیې په حواله په اويسکيرشن ښار کې کشف شوې شنه خونه کې ۲۳۰۰۰ د بنگو رسيدلي بوټي او ۲۰۰۰ قلم شوي بوټې موجود ول. پولیسو دغه راز په ورته وخت کې کابو ۱۰۰۰ ميله وسلې، مهمات او مرمرۍ ضبط کړي دي.

په آلمان کې د پولیسو له خوا کشف شوې وسله
په آلمان کې د پولیسو له خوا کشف شوې وسله انځور: Polizei Aachen Pressestelle

په اعلاميه کې راغلي دي چې د دې وسلو په خوندي توگه راټولو او انتقال، پر دې سربیره چې د پولیسو نورو برخو هم همکاري کوله، څو ورځې وخت ونيو.

اړونده موضوع:آلمان ته د مخدره توکو په قاچاق کې زیاتوالی راغلی

پولیسو ويلي دي چې په دې دوو مرکزونو کې د چرسو د ټول مقدار بيه کابو يو نيم ميليون يورو ته رسيږي. 

په هنگري کې نيونې

د اکتوبر مياشتې په پای کې دورن ښار ته څیرمه په تيتس سيمه کې يو بل توليدي مرکز هم کشف شوی وو. پولیسو ويلي دي چې په دې شنه خونه کې د بنگو ۱۶۰۰ بوټي کرل شوي ول. زياته شوې چې د دې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ۲۵ ودانۍ او ځایونه تلاشي شوي دي.

له يولسو نيول شويو کسانو څخه یې يو په هنگري کې نيول شوی دی. د آلمان پوليسو ويلي دي چې دا ۴۳ کلن شکمن تن په اويسکيرشن ښار کې د چرسو د توليد د مرکز سره تړاو لري. زياته شوې چې هغه له جعلي اسنادو سره نيول شوی او سپارل کيدو ته انتظار باسي.

ب.ص/ ن. ز (AFP,dpa)