1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: د زولینګن شکمن بریدګر ځان پولیسو ته سپارلی دی

۱۴۰۳ شهریور ۴, یکشنبه

د المان پولیسو د هغه شکمن بریدګر د نیولو خبر ورکړی چې د زولینګن ښار د موسیقۍ په فیستیوال کې یې دوه سړي او یوه ښځه په چاقو ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.

https://p.dw.com/p/4jtFv
Nach der Messerattacke auf dem Solinger Stadtfest
د زولنګن ښار د موسیقۍ پر فیستیوال شکمن بریدګر ځان پولیسو ته سپارلی دیانځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

پولیسو د شنبې (د اګست میاشتې ۲۴ نیټه) په شپه له ۱۱ بجو لږ مخکې او څه دپاسه ۲۴ ساعته وروسته له هغې چې د المان د زولینګن ښار د موسیقۍ پر فیستیوال برید وشو عیسی ال ح، چې د سوریې هیواد پورې تعلق لری نیولی دی.

د المان خبري آژانس د رپوټ بر بنسټ دغه کس ځان د ګزمې پولیسو ته تسلیم کړی دی. د شپیګل ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د نیول شوي کس جامې چټلې او په وینو لړلې وې. د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رئول، د شکمن بریدګر د نیول کیدو خبر د تائید ترڅنګ ویلي دي چې د جرم مدارک هم پيدا شوي دي.

هربرت رئول د پناه غوښتونکو د یوه استوګنځای د پلټنې او ترلاسه شوو اطلاعاتو ته په اشارې سره زیاته کړه: «په ټولو تیرو ساعتونو کې مونږ قوي نښې تعقیبولې او اوس شکمن کس په توقیف کې دی.»

د شپیګل د رپوټ پر بنسټ ۲۶ کلن عیسی ال ح، په سوریه کې د فرات رود په څنډه کې د دیرالزور ښار[چې ولایت یې هم په همدې نوم دی] کې زیږیدلی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ نوموړي تر اوسه پورې په المان کې هیڅ کوم«اسلاميستي» چلند نه وو ترسره کړی.

د شکمن بريدګر مور پر آلماني چارواکو نيوکي کوي

د رپوټونو په حواله دغه شکمن بریدګر د ۲۰۲۲م کال د دسمبر میاشتې په پای کې المان ته راغلی وو او د بیليفلډ په ښار کې یې د پناه غوښتنه وړاندې کړې وه. نوموړي یو کال وروسته د مشروطې اقامې اجازه ترلاسه کړه. دا ډول اقامه معمولا د جګړه ځپلو هیوادونو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي. تر برید وروسته پولیسو د تحقیقاتو په جریان کې دوه شکمن کسان نیولي وو.

داعش د برید مسئولیت منلی دی

د زولنګن ښار د موسیقۍ په فیستیوال کې له خونړي برید څو ساعته وروسته د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست.

د «اعماق» په نوم دغې ډلې ته منسوب تلیګرام کانال بریدګر د «اسلامي حکومت سرتیری» وباله او ویې لیکل چې دغه برید د فلسطین او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د غچ اخیستې په لاره کې ترسره شوی دی. په دې اعلامیه کې له داعش سره د بریدګر د اړیکې درلودلو په هکله کوم سند نه دی ذکر شوی.

دا په ۲۰۱۶م کال کې په برلین کې د کریسمس پر بازار له برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه وژل شوي وو، لومړی ځل دی چې داعش په المان کې د یوه برید مسئولیت په غاړه اخلي.

د زولینګن ښار چې د دوسلدورف په ختیځ ۲۵ کیلومترۍ او د کولن ښار په شمال ختیځ کې واقع دی ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي. دغه ښار د چړې یا چاقو جوړونې صنعت له امله له له نړیوال شهرت څخه برخمن دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب