1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

افغانانو ته د امريکا د ځانګړي ويزې پروګرام پای مومي؟

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په امريکا کې د هغو افغانانو د ميشتيدو پروګرام چې په افغانستان کې يې د امريکا سره کار کړی وو، کيدای شي په روان کې کال کې ودريږي. اوس هم په لسونو زره هغه کسان چې لا هم له ګواښ سره مخامخ دي، په افغانستان کې بند پاته دي.

https://p.dw.com/p/4dGPk
دمګړۍ په لسونو زره افغانان امريکا ته  د تلو په انتظار دي
دمګړۍ په لسونو زره افغانان امريکا ته د تلو په انتظار ديانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس له خوا د تصويب شويو د مهاجرت د ځانګړو (SIVs) ۳۸ زره او ۵۰۰ ویزو حد به ښايي د روان کال د اګست مياشتې په شا او خوا کې پوره شي. داسې نه ښکاري چې د امريکا ويشل شوې کانګرس دې د ولسمشر جو بایدن د ادارې له خوا د نورو ۲۰ زرو ويزو د تصويب غوښتنه ومني.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو میلر، په دې اړه د توضيحاتو ورکولو په ترڅ کې وويل: «زموږ سره تقريباً ۸۰۰۰ ویزې (SIVs) پاته دي. موږ له کانګرس څخه د حد د لوړولو غوښتنه وکړه او دا چې موږ ته اجازه وکړي څو د هغو افغانانو په مقابل کې خپل مکلفيت پر ځای کړو چې د امريکا له پاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.»

د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، په دې اړه وويل چې کله چې پاتې ویزې هم جاري شي، نو تر لسو زرو ډېر هغه عريضه کوونکي او د هغو کورنۍ چې له افغانستانه دباندې یې وروستۍ ارزونې هم ترسره شوي دي، ونه شي کولی چې په امريکا کې يو نوی ژوند پېل کړي.

د نوموړي په خبره په لسونو زره نور عريضه کوونکي لا دغه پړاو ته نه دي رسېدلي او د اسنادو پروسس کیدو ته انتظار باسي.

جاسون کروو، چې د امريکا په استازو مجلس کې د ویزو د حد لوړولو د هلو ځلو مشري کوي، وايي چې د «اس آي وي» ویزو د حد نه لوړول به د کانګرس له لوري يوه «اخلاقي تراژيدي» او د ملي امنيت ناکامي وي. نوموړی چې يو ديموکرات او د پوځ پخوانی غړی دی، په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ده.

د دې پروګرام بالقوه پای ښايي د مهاجرت مخالف تګلارو نتیجه وي چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ هم ورته لمن وهله. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو متلونو رپوټونه ښيي چې طالبانو واک ته تر رسېدو راهېسې په سونه پخواني پوځيان او افسران نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

خو طالبان چې د واک ترلاسه کولو وروسته یې عمومي عفوه اعلان کړې وه، د ملګرو ملتونو دا تورونه ردوي.

۱۳۰ زره غوښتنليکونه لا بررسي شوي نه دي

د بایدن د ادارې وړاندېز د حکومت د مالیې پرسر د داخلي جګړې ښکار شوی دی چې تر اوسه پرې توافق نه دی شوی.

شان وان ديور، چې د هيشتیګ افغان تخلیې (#AfghanEvac) په نوم د رضاکارانو او پخوانيو عسکرو د ډلو د ائتلاف مشر دی، وويل چې د استازو مجلس مشر مایک جانسن، د دې وړاندیز مخه نيولې ده او «په يوه اړخیزه توګه د دې مخه نيسي چې په لسونو زره مستحق افغانان د خپل امريکايي خوب تعبير ته ورسيږي.»

دا ائتلاف مرسته کوي چې له خطر سره مخامخ افغانان په امريکا کې ځای پر ځای شي.

د جانسن دفتر په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړی.

وان ديور، وويل چې حتی ۲۰ زره نورې ویزې «به هم کافي نه وي.»

نوموړي د بهرنيو چارو وزارت د ستمبر میاشتې يوه رپوټ ته اشاره وکړه چې پکې ويل شوي ول چې لا دمخه څه نا څه ۱۳۰زره بشپړ او يا قمسي غوښتنليکونه د پروسس کيدو په انتظار دي.

دا شمير په هغو عریضه کوونکو کورنيو کې نه شامليږي چې د اس آی وي ویزو په حد کې شامل دي او په اوسط ډول هره کورنۍ تر څلورو ډېر غړي لري.

د برېډ وينستروپ، په نوم د جمهوري غوښتونکو يو غړی چې د عراق په جګړه کې یې هم برخه اخيستې ده، وويل: «موږ د هغو په لسونو زرو افغانانو په مقابل کې مکلفيت لرو چې په شل کلنه جګړه کې زموږ ترڅنګ ولاړ ول.»

نوموړي د کروو، سره يوځای تېر کال يوه لايحه ملاتړ کړې وه څو ۲۰ زره نورې ځانګړې ویزې هم جاري شي او دا پروګرام تر ۲۰۲۹م کال پورې وغځيږي.

له ۲۰۱۴م کال راهېسې دا پروګرام وار په وار غځول شوی دی او د کانګرس له لوري کابو هر کال د ویزو حد هم لوړ شوی دی، خو د ترمپ د حکومت په دوره کې د ویزو د پروسس کولو پروسه ډېره سسته شوې وه چې دا څه د ډېر شاتګ باعث ګرځيدلي.

کانګرس اوسنی د ۳۸ زره او ۵۰۰ ویزو حد په ۲۰۲۲م کال کې ټاکلی وو. خو په داسې حال کې چې سنا مجلس د ویزو د کچې لوړول او د پروګرام غځول تصويب کړل، جمهوري غوښتونکو یې مخه ونيوله.

د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په حواله د ۲۰۲۱م کال د ستمبر او تېرې میلادي میاشتې ترمنځ د بهرنيو چارو وزارت افغانانو ته  ۳۹ زره او ۱۰۰ ځانګړې ويزې جاري کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (REeuters)

زموږ له آرشيف څخه؛

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب