آلمان ۲۴۰۰ افغانانو ته ویزې اجرا کړي دي
۱۴۰۰ مرداد ۵, سهشنبهاعلان
د آلمان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې د آلمان پوځ ځایي همکاران او د هغوی د کورنیو ۹۰۵ غړي آلمان ته رارسیدلي دي. زیاته شوې ده چې ۴۹۱ هغه ځایي کارکوونکي چې په تیرو کلونو کې يې د آلمان له اردو سره کار کړی وو آلمان ته د راتګ له پاره مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې یې د آلمان پوځ ځایي همکارانو او د هغوی د کورنیو ۲۴۰۰ غړو ته ویزې اجرا کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې په دې سره ټولو هغو همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو ته ویزې اجرا شوي دي چې په مزار شریف کې یې عریضې وړاندې کړې وې.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې حکومت آلمان ته د دغو کسانو د راتګ په برخه کې له هغوی سره د مرستې امکان ارزوي.