1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلماني پوځ افغان همکاران بايد ژرآلمان ته راوستل سي»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۴, جمعه

نژدې۸۰ پخواني آلماني دپلوماتان، د آلماني پوځ پخواني قومندانان، سياستوال او کارپوهان په دې نظر دي چي د آلماني پوځ افغان همکاران بهتري ساتنې ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/3tOVf
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د رسنيو د راپورونو په حواله ځينو مهمو آلماني پخواني چارواکو د آلمان له حکومت څخه په يوه سرخلاصي ليک کي غوښتي دي چي په افغانستان کي د آلمان پوځ د افغان همکارانو د محافظت لا بهتري لاري چاري ولټوي. د دغه ليک په امضا کوونکو کي د آلمان پخواني دپلوماتان، پخواني د پوځ قومندانان، سياستوال او يو شمير کارپوهان شامل دي.

د هغوی په وينا د آلمان پوځ هغه افغان همکاران چي د ژباړونکو، پيره دارانو يا بل ډول همکارانو په توګه يې له آلمانانو سره کار کړی، اندېښنه لري چي له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته به يې ژوند ته ګواښونه لا زيات سي. دغه ليک د آلمان »شپيګل« رسنۍ ته هم رسېدلی دی.


په ليک کي راغلي دي چي د آلمان پوځ ياد افغان همکاران او د هغوی کورنۍ دي اوس »ډېر ژر او بې له بيوروکراسۍ« آلمان ته راوستل سي. زياته سوې ده چي د آلمان د دفاع وزيري، انه ګرېټ کرامپ کارنباور ژمنه کړې ده چي افغان همکاران به بېله محافظت څخه نه پرېږدي، خو »عيني له همدې څخه اندېښنه سته.« په دغه ليک کي د آلمان په پارلمان کي د زرغون ګوند پخواني استازي وينفريد ناختوای هم شامل دی.

د آلمان د پوځ عمومي پخوانی قومندان ولفګانګ شنايدرهان، د آلمان د باندنيو چارو وزارت پخوانۍ دولتي وزيره کېرستين ميولر او په همدې شان د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ په افغانستان کي د آلمان پوځ د ماموريت قومندان راينر ګلاتڅ هم پر دغه ليک امضا کړې ده.

د آلمان پخواني دوو دپلوماتانو راينالد شتېک او هانس اولريش زايدت هم پر دغه ليک لاسليک کړی دی. دغه دواړه دپلوماتان په کابل کي د آلمان سفيران ول.

د آلمان د دفاع وزارت په وينا له ۲۰۱۳م کال راهيسي آلمان ۸۰۰ هغه افغانان له افغانستان څخه راوستلي دي چي هلته يې د آلمان له پوځ سره کار کړی. په ليک کي په دې اړه راغلي دي چي ياد شمير کسان په لنډه موده کي آلمان ته راوستل سوي او دا چي له ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ صرف ۱۵ راوستل سوي دي.

له افغانستان څخه د آلمان پوځ د ايستلو لړۍ د رواني می مياشتي پر لومړۍ نېټه پېل سوه او د سپتمبر تر ۱۱مي به بشپړه سي. خو اټکل کيږي چي ښايي له افغانستان څخه د آلماني عسکرو وتل په جولای مياشت کي لا بشپړ سي.

آ./ا.ا.