1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا غواړي خپل په زرونو افغان همکاران راوباسي»

۱۴۰۰ تیر ۲۴, پنجشنبه

 له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر تر بشپړیدو لږ مخکي، واشنگټن غواړي خپل په زرونو افغان ترجمانان او مرستندویان له دغه هیواد څخه وباسي. د اټکلونو له مخي ۱۸ زره افغانان مستحق بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/3wVA9
Afghanistan Übersetzer US Army
انځور: Getty Images

 یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د چهارشنبه په ورځ وویل، د ولسمشر بایدن په غوښتنه به د جولای مياشتي له پای څخه د "Allies Refuge" پروگرام په چوکاټ کي د افغان همکارانو په رایستلو پیل وکړي. نوموړی پروگرام د مستحقو افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کوي.

د اټکلونو له مخي  ۱۸ زره افغانان مستحق بلل کیږي. له کورنیو سره به د هغوی شمیر کيدای سي تر۱۰۰ زرو پوري ورسیږي. د پنتاګون ویاند جان کیربي د سه شنبې په ورځ ویلي دي چي، دا د امریکا متحده ایالاتو د پوځ وظیفه ده چي دغه کسان له هیواد څخه بهر امریکايي اډو ته انتقال کړي.

ډیری افغان ترجمانان چي په تیرو دوو لسیزو کي یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره کار کړی، اوس د طالبانو له غچ اخیستني څخه بیریږي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره سم، طالبانو په تیرو میاشتو کي د هیواد ډېري برخي تر خپل کنترول لاندي راوستې دي. د افغان حکومت په حواله د نوموړي هیواد پوځ اوس پر دې باندي تمرکز کوي چي څنگه مهمي لاري او سرحدي پوستې د طالبانو د پرمختگ پر وړاندي وساتي.

څه وخت مخکي طالبانو له ګاونډي هیواد تاجيکستان سره د سرحدي سیمي په شمول، ډېري نوري سرحدي لاري هم ونیولې. په دغه ځای کی به روسي ځواکونو پوځي تمرینات کول. مسکو د طالبانو دغه ډول پرمختګ په دقیق ډول څاري، دا ځکه چي نوموړی هیواد په مرکزي آسیا کي د پخواني شوروي اتحاد تر اغیزي لاندي سیمو په اړه اندیښمن دی. په ډیریو دغو هیوادونو کي د روسیې پوځي اډې موجودي دي.

GP/NZ/AG