1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نشه يي توکو له وجې د مړينو شمیر ريکارډ کچې ته لوړ شوی»

۱۴۰۳ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د آلمان دولت په ۲۰۲۳م کال کې د مخدره موادو له کبله د مړیني څه د پاسه ۲۲۰۰ پیښې ثبتي کړي دي. دغه شمیرې کیدای سي تر دې هم لوړې وي. یوه بله موندنه داده چې ورځ تر بلې قوي مخدره مواد کارول کيږي.

https://p.dw.com/p/4gRkf
Symbolbild Drogen
انځور: Bihlmayerfotografie/IMAGO

په آلمان کې د مخدره موادو له امله د مړه سوو کسانو شمیر دومره لوړ سوی دی چې تر اوسه یې ساری نه درلود: لکه څنگه چې په برلین کې د مخدره موادو په تړاو د آلمان د دولت ځانګړې استازي يا کمیشنر بورکهارد بلینیرت، خبر ورکړی، تیر کال د مخدره موادو د استعمال په تړاو د مړیني ۲۲۲۷ پیښې ثبتي سوي دي.

د هغه په خبره دغه شمير د هغه د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیی او د لسو کالو مخکې په پرتله څه ناڅه دوه برابره زیات دی. د بلینیرت، د هغه په خبره «حالت ډیر جدي» ارزیابي کوي: « زه بیریږم چې په حقیقت کې د مخدره توکو له امله د مړیني پیښې له دې نه هم زیاتي وي. د زهرو د پیژندلو او په عدلي طب کې د مړه سوو کسانو د جسدونو د څیړلو په هکله ډیر کم رپوټونه ورکول کیږي.»

Deutschland | Vorstellung der aktuellen Zahl der Drogentoten
د مخدره موادو په تړاو د آلمان د دولت ځانګړې استازی بورکهارد بلینیرتانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

دا خبره هم باید په پام کې ونیول سي چی :« لازیات مواد په مخلوط شکل مصرفیږي او دا چې لا ډېر قوي مواد کاريږي، او هرهغه څه چې په بازار کې وي، هغه هم کارول کیږي.»

د بلینیرت د معلوماتو له مخې د مړه سوو کسانو په ډله کې ۱۸۴۴ نارینه او ۳۸۳ ښځي شاملي وې. د هغوی سن په اوسط ډول ۴۱ کاله وو او په دې ترتيب لوړ شوی دی. د مړه سوو څه ناڅه په یو پر دریمه برخه یعني ۱۴۷۹ کسانو کې د بیلابیلو غیر قانوني موادو یو مخلوط کشف سوی چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله څه د پاسه ۳۴ سلنه زیاتوالی ښی.

د هیروئینو کارول؛ د پخوا په شان د مړیني تر ټولو عام دلیل

د موجوده معلوماتو له مخې، هيرويین  د ۷۱۲   تنو د مړینې سبب سوي چې لاهم داسي ماده ده چې ډیری وخت د مړینې سبب کیږي. خو بیا یې هم د کارولو تمایل مخ پر کمېدو دی. برعکس له کوکاينو او کرېک کوکاين د کارولو له کبله د مړینی پیښې له ۵۰۷ څخه ۶۱۰ ته لوړې سوي دي. له تریاکو څخه جوړې سوې مادې افین له امله هم د مړه سوو کسانو په شمیر کې په ښکاره ډول زیاتوالی لیدل کیږي، یعني له ۵۲۸ څخه ۶۵۴ ته د هغو لوړیدل. د ميت آمفتامین د کارولو په تړاو هم د مړینی شمیرې له ۴۷ پیښو څخه ۱۲۲ ته پورته سوي دي.

Deutschland | Vorstellung der aktuellen Zahl der Drogentoten
په برلین کی د مخدره موادود استعمال تر کنترول لاندی کوټهانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د بلینیرت په حواله  نړيوال تمايل له افیوني موادو او لا ارزانه او اغیزناکو تحریک کوونکو موادو پر خوا روان دی چې د نړیوالو کاتلونو يا د مخدره موادو د قاچاق د ډلو له خوا بازارونو ته انتقالیږي. په عین حال کې په آلمان او اروپا کې د کوکائینو عرضه په شدت سره مخ په زیاتیدو ده.

بورکهارد بلينیرت، وایي چې اوس نو باید د هغوی د مخنیوي  په اړه د مشورو او مرستو سیستمونه فعال سي. ددې اړتیا موجوده ده چې هغه ځای کې باید د مخدره موادو د استعمال خوني رامنځته سي چې ورته اړتیا وي. په اوس وخت کې د آلمان په سطحه تر کنترول سوو شرایطو لاندي دا ډول ،  ۳۱ تاسیسات، د لږ خطر لرونکي استعمال له پاره موجود دي. خو بیا هم په ټولو ایالتونو کی لا ورته لاس رسی موجود نه دی.

GP/BS/DW.Online