1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګارډین: ایران روسیې ته نوې بې پیلوټه الوتکې قاچاق کړې

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

د «ګارډین» د راپور په حواله، وروسته له هغه چې د روسیې یوه پلاوي په مني کې ایران ته سفر وکړ، تهران د روسیې سمندري ځواکونو ته ۱۸ اوږد پرواز کوونکي بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

https://p.dw.com/p/4NQjy
Iran: IRGC aerospace fair in Tehran
انځور: Sobhan Farajvan/Pacific Press/picture alliance / Pacific Press

 

د «ګارډین» د راپور په حواله، وروسته له هغه چې د روسیې یوه پلاوي په مني کې ایران ته سفر وکړ، تهران د روسیې سمندري ځواکونو ته ۱۸ اوږد پرواز کوونکي بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

د يادي ورځپاڼي په حواله د ايران بې پیلوټه الوتکې د حکومتي بيړيو او هوايي شرکتونو له لاري روسیې ته قاچاق شوي دي.

د راپور له مخې، دغه تسليحات په تېر نومبر میاشت کې تهران ته د روسي سمندري ځواک لس تنه افسرانو او تخنیکرانو په ځانگړی سفر کي، ورته ښودل شوي دي. هغوی شپږ بې پيلوټه الوتکي غوره کړي چې شا او خوا ۲۰۰ کيلومتره واټن وهي او تر هر وزر لاندي دوه توغندي ليږدوي. دغه راز ۱۲ د شاهد په نوم ۱۹۱ او ۱۲۹ بې پيلوټه الوتکي، مسکو ته سپارل شوي چې له ځمکې هوا ته د ويشتلو وړتيا لري او دغه تجهيزات د روسیې سمندري ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د اوکراین جګړه | اوکرایني عسکر په باخموت کې له یوه ټانک سره
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶ بې پیلوټه الوتکو پر خلاف چې د روسیې له خوا په پراخه کچه پر اوکراین په هدفي بریدونو کې کارول کیږي، دا اوږد واټن ډرون د بمونو لیږدولو او اډې ته د بیرته راستنیدو له پاره ډیزاین شوي دي.

روسيه او ايران د افغانستان له نشه يي موادو سره گډه مبارزه کوي

«لومړی لاس معلومات» سرچینه ګارډین

ګارډین وايي چې دغه افشاګري د امریکا پر وړاندې د ایران او روسیې تر منځ مخ پر زیاتیدونکي ډول اړیکي ښيي چې په اوکراین کې د خپلو بې رحمانه بمباریو د دوام له پاره توغندیو ته اړتيا لري. اوس روسیې د خپلو زیرمو د پوره کولو له پاره ايران او شمالي کوريا ته مخه کړي ده.

د يادو شويو سرچينو په حواله، روسيې ته لیږل شوي زياتره بې پيلوټه الوتکې په پټه په ايراني بړیو کې د کسپين سمندرګي په څنډو کې له يوې اډې څخه بار شوي او بيا په سمندر کې د روسيې سمندري بیړۍ ته ليږدول شوي دي.

«اوکراین له پوځي لاري جگړه نه سي گټلای»

يادې سرچینې زیاته کړې، چې پاتې ډرون الوتکې د ایران له دولتي هوايي شرکت سره ليږدول شوې دي. ایران او روسیه کولای شي چې د کسپین سمندرګي له لارې دغه لیږدونه نسبتاً په اسانۍ سره ترسره کړي.

ایران هم مسکو ته د دغو بې پیلوټه الوتکو د روزنې له پاره تخنیکران استولي دي، تر څو روسي پيلوټانو ته د دغه بې پيلوټه الوتکو په هکله هوا ته د پورته کولو روزنه ورکړي.

دغه بې پیلوټه الوتکې د اصفهان په پوځي کمپلکس کې جوړې شوې وې، چې د جنورۍ پر ۲۸مه د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شوې وې. امریکايي چارواکي په دې باور دي چې اسرائیل دا برید د خپلو امنیتي اندېښنو له امله کړی و او د اوکراین په جګړه کې د مداخلې ليوالتیا نه لري.

«روسیې په اوکراين کې د افغانستان د اشغال له وخته زيات زيان ليدلی»

ګارډین لیکي چې د دغه ورځپاڼې د ليکنې په سرچینو کې، هغه کسان شامل دي چې د بې پیلوټه الوتکو د خرڅلاو، د هغوی د وړتیاوو او مشخصاتو په اړه مستقیم معلومات لري.

په ایران کې له عمومي پاڅون څخه تر څلورو میاشتو زیاتې مودې وروسته، د دغه هیواد د قوماندې او کنټرول په جوړښت کې، چې تر کلکې څارنې لاندې دی، درزونه راښکاره شوي او د هغو راکړو ورکړو د افشا کولو له پاره یې لاره پرانیستې چې تل په پټه ترسره کیږي. دغه د قوماندې او کنترول جوړښت تر اوسه له عامه افکارو څخه لیرې وو.

د مهاجر ۶ بې پيلوټه الوتکې  کولی شي شپږ ساعته په هوا کې پاتې شي. دغه الوتکې کولې شي ۴۰ کیلوګرامه بمونه ولیږدوي او له لوړ څخه د دقیق عکس اخیستنو او په نښه کولو سیسټمونه لري.

شاهد ۱۲۹ د ۶۰ کیلو ګرامه وزن لرونکي بار وړلې شي او یوازې څلور ساعته په هوا کې پاتېدای شي، په داسې حال کې چې شاهد ۱۹۱ کولی شي پنځه ساعته الوتنه وکړي او ۷۰ کیلوگرامه وزن پورته کړي.

د دواړو په هکله ویل کیږي چې د يو اصلاح شوي انجن په کارولو سره الوتنه کوي او په اصل کې په آلمان کې جوړې شوي دي.

شتاين مایر اوکراين ته سفر کړی دی.