1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسیې په اوکراين کې ډير زيان ليدلی»

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

د بريتانيا د استخباراتي معلوماتو په حواله روسيه نه شي کولای د اوکراين په جګړه کې د هوايي الوتکو زيانونه جبران کړي. بريتانيا په دې جګړه کې د روسي پوڅ زيان د افغانستان د اشغال پر مهال د پخواني شوروي اتحاد څخه ډير گڼي.

https://p.dw.com/p/4JA0D
Symbolbild Russische Luftwaffe Sukhoi Su 25 Flugzeuge werfen Bomben
انځور: Leonid Faerberg/Russian Look/IMAGO

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت چې هره ورځ د اوکراين د جګړې تازه پېښې نشروي، د دوشنبې په ورځ یې رپوټ ورکړی دی: «د روسیې الوتکو ته اوښتی زيان تر هغه په کراتو ډېر دی چې دغه هېواد یې د نويو هوايي وساېطو د جوړولو له پاره لري.»

په دې رپوټ کې زياته شوې چې د ماهرو پېلوټانو د روزنې له پاره اوږدې مودې ته اړتيا هغه څه دي چې د هوايي ځواک د ظرفيتونو د بيارغولو وړتيا یې راکموي.

د اوکرايني چارواکو د معلوماتو په حواله روسیې پر اوکراين د يرغل له پېل راهيسې ۲۷۸ الوتکې له لاسه ورکړي دي چې د بريتانيا د معلوماتو په حواله دا په افغانستان کې د روسیې له زيانونو څخه دوه چنده ډېر زيان دی.

د بريتانیې د دفاع وزارت په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي: «موږ نه شو کولای دا شمیرې تائيد کړو خو د روسیې د هوايي حريم په برخه کې روانې نيمګړتياو ښايي د ضعيفې روزنې او د هوايي دفاع په برخه کې د تجربه لرونکو کارکوونکو له لاسه ورکړې له کبله ښايي نورې هم زياتې شي.»