1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: چین غواړي پر شمالي کوریا بندیزونه سخت کړي

۱۳۹۶ آبان ۲۱, یکشنبه

ترمپ مخکې له دې چې له هانوی څخه د مانیلا، په لور پرواز وکړي، د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې یو تازه خبر خپور کړ. هغه لیکلي دي چې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د شمالي کوریا پر ضد د بندیزونو له پراخولو سره موافقه کړې.

https://p.dw.com/p/2nTyg
Vietnam US-Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۱۲مه نیټه) د خپل اسیايي سفر پر مهال پر خپله تویټر ټولنیزه پاڼه ولیکل: «جمهور رییس شي جین پینګ، وویل چې د شمالي کوریا پر ضد بندیزونه به پراخ کړي.»

ترمپ د اپک ناستي په پای کې چې د ویتنام په «دانانګ» ښار کې ترسره شوی وو، همداراز پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه ولیکل چې د چین ولسمشر غواړي چې شمالي کوریا «غیر هسته یی» کړي. ترمپ چې تر دې مخکې چین ته هم تللی وو ویلي وو چې چین کولای شي «بر بل هر هیواد په سرعت او موثریت سره د [شمالي کوریا] د ستونزې په حل کې» اغیزه ولري. هغه زیاته کړې وه چې نور نو د «ورو اقداماتو وخت تیر شوی دی».

شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې له خپلو اتومي او د توغندیو له آزموینو سره د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالې ټولنې نیوکې راپارولې دي. ترمپ خو آن ویلي وو چې که شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتو ګواښونو ته دوام ورکړي نو دغه هیواد به په «بشپړه توګه ویجاړ» کړي.

د دواړو خواو لفظي شخړې

دونالد ترمپ د یکشبنې په ورځ د شمالي کوریا او خپل هیواد تر منځ شخړه یوې بلې سطحې ته یوړه او د خپل تویتر پاڼې له لارې یې کیم جون اون، «چاق او وړوکی» وباله. هغه په خپل پیغام کې لیکلي دي: «ولې باید کیم جون اون ما توهین کړي او را ته د زوړ خطاب وکړي. زه به هیڅ کله هغه ته د چاق او وړوکي [ټیټ قد لروونکی] خطاب و نه کړم. اوه ښه، زه ډیره هڅه کوم چې د هغه ملګری شم – او کیدای شي چې دا کار یوه ورځ وشي.»

ترمپ دغه څرګندونې د شمالي کوریا په دولتي رسنیو کې د هغو خپرو شویو مطالبو په غبرګون کې کړې دي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په کې «د جګړې پلوي» او «زوړ لیونی» بلل شوی دی.

ترمپ اسیا ته د خپل سفر په پای کې فیلیپین ته ورځي. د یکشنبې په ورځ د ۲۰ هیوادونو مشران د فیلیپین د جنجالي ولسمشر رودریګو دوترته، په بلنه په «آسه ان» یا ASEAN کنفرانس کې ګډون کوي.

په دې کنفرانس کط به د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین او چاپان پر ولسمشرانو سربیره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، هم ګډون وکړي. د کنفرانس کوربه ولسمشر رودریګز دی چې د مخدره توکو پر وړاندې د خپلو ډیرو سختو سیاستونو له کبله د نیوکو سره مخامخ دی. کنفرانس د یکشنبې په ورځ له یوې رسمي میلمستیا سره پیلیږي او د دوشنبې په ورځ بیا سیاسي مذاکرات کیږي.

ترمپ له مسکو سره د ښو اړیکو غوښتنونکی دی

ولسمشر دونالد ترمپ د ویتنام په پلازمینه هانوی، کې د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو د ښه کیدو غوښتونکی شو. هغه پر خپلو منتقدینو باندې له نیوکه کولو سره پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي: «کله به نفرت کوونکو او احمقان په دې خبره پوه شي چې له روسیې سره د ښو اړیکو لرل یوه ښه خبره ده، نه یوه بده خبره.»

دا په داسې حال کې ده چې د په امریکا متحده ایالاتو کې ترمپ د هغه د ټاکنیز کمپاین او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو له کبله تر سختو فشارونو لاندې دی. همدا اوس د امریکا متحده ایالاتو د فدرالو پولیسو یا FBI پخوانی مشر رابرب مولر، پّ دې اړه څیړنې کوي چې ایا د ترمپ کمپاین او روسیې تر منځ کومې اړیکې موجودې وې او که نه. ترمپ په وار وار سره دغه څیړنې پر خپل ضد یوه سیاسي فعالیت بللی دی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به د څیړونکو لاس ته هیڅ هم ور نه شي.

kh, ach (afp, rtr, dpa)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.09.2017):