1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کیف: د اوکراینيانو د ستالین د وخت عمدي وژنه تکراریږي

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

اوکراین د شنبې په ورځ د ګولودومور قحطۍ د نويمې کلیزې يادښت وکړ. زيلنسکي په خپل هیواد کې اوسنی وضعیت د ستالین د وخت قحطۍ ته ورته وباله. ګولودومور په اوکرایني ژبه کې «په لوږې سره د وژنې» په معنی ده.

https://p.dw.com/p/4KOOy
د اوکراین په سويلي ښار خیرسون مرکز کې ځايي اوسیدونکي په لرګیو اور بل او د پخلي کول په حال کې ليدل کيږي
د اوکراین په سويلي ښار خیرسون مرکز کې ځايي اوسیدونکي په لرګیو اور بل او د پخلي کول په حال کې ليدل کيږيانځور: Chris McGrath/Getty Images

په اوس وخت کې د اوکراین په مختلفو برخو کې په زرونو خلک د روسېې د هوايي بریدونو له کبله، برېښنا نه لري. د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي، د پخواني شوروي اتحاد د وخت قحطۍ د نويمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وويل: «هغه وخت هغوی غوښتل موږ له لوږې مړه کړي او اوس په سړې هوا او تیارو سره.»

زيلنسکي په دغو مراسمو کې د ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۳ قحطۍ د قربانیانو یادونه وکړه چې د پخواني شوروي د رهبر یوسیف ستالین په وخت کې رامنځته شوې وه.

بايدن پوتين په اوکراين کي په «نسل وژني» تورن کړی دی

ګولودومور په اوکرایني ژبه کې «په لوږې سره د وژنې» په معنی ده. ستالین په ۱۹۳۲م کال کې چارواکو ته امر وکړ تر څو د اوکراین غله جات، څاروي او له کروندو راټول شوي تازه حاصلات راټول او خپل مال ېې وګرځوي تر څو دغه اقدام د دغه هیواد پر نفوس ويجاړونکی اغیز پريږدي.

زيلنسکي په يوه ويډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو ېې خپره کړې وويل: «اوکراينیانو ډير وحشتناک څيزونه ليدلي دي.»

اوکراین: په بوچا کې د ملکیانو د ډليزو وژنو شواهد ټکان ورکوونکې دي

په میلیونونو خلک د ګولودومور د لوږې په دلیل مړه شول. کیف دغه اقدام د عمدي «نسل وژنې» اقدام په توګه پېژانده.

د پولند، بلجیم او ليتوانیا هیوادونو رهبرانو هم د دغې کلیزې په درناوي، اوکراین ته سفرونه وکړل او دغه هیواد څخه خپل د ملاتړ ژمنې ېې یو ځل بیا په داسې حال کې تازه کړې چې اوس تقریباً په ټول اوکراین کې برېښنا قطع شوې ده.

زیلنسکي: روسیه له ټول قوت سره پر دونباس حمله کوي

د اوکراین دفاع وزارت پر ټويټر د اوکراین تاريخ له اوسني وضعیت سره پرتله کړی دی. دغه وزارت لیکلي دي: «هر څوک کولی شي هغه وحشت چې روسېې د اوکراين پر خلکو راوستلی، وويني. دا ځل د غله جاتو غلا او تخریب، د اوکراین له سرحدونو بهر او د نړۍ په يو شمیر تر ټولو فقیرو هیوادونو کې د قحطۍ سبب واقع کیږي.»

mks/nz/hs/si (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب