1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيف: په بوچا کې د ملکیانو ډليزو وژنو غبرګونونه را پارلوي

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

د اوکراین د بهرنيو چارو وزارت پلازمينه کیف ته څیرمه د ملکیانو د ډلیزو وژنو مخ په ډيریدونکو شواهدو سره، پر روسيې د لا سختو بندیزونه غوښتنه وکړه. د آلمان ولسمشر ويلي چې د بوچا انځورونه دوی ته سخت ټکان ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/49P35
Russland-Ukraine Krieg | Todesopfer in Bucha
د اوکراین په بوچا کې د ملکیانو وژنېانځور: Mykhaylo Palinchak/ZUMA Press/dpa/picture alliance

اوکرايني چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې د کيف ښار اطرافو ته پرتې ټولې سېمې يې له روسي ځواکونو څخه بیرته نيولي دي.

دوی زیاته کړې چې د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته ېې پلازمېنې ته څیرمه د بوچا، ایرپن او هوستومل سيمو کې د سړکونو په سر د لسونو وژل شوو ملکيانو جسدونه موندلي دي.

چارواکو ويلي دي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې يو شمیر يې په سر ويشتل شوي په داسې حال کې چې لاسونه ېې تړل شوی دي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير، دیمیترو کولبا، د يکشنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي چې دغه وژنې «عمدي» شوي دي. هغه زیاته کړې «د روسانو موخه د هغوی د توان تر حده د لا ډيرو اوکراینیانو له منځه وړل دي.»

Russland-Ukraine Krieg | Todesopfer in Bucha
د «بوچا انځورونو ماته ټکان راکړ، دغو انځورونه موږ ته ژور ټکان راکړی دی.»انځور: Vadim Ghirda/AP/dpa/picture alliance

کولبا همدا راز پر لويديځ غږ کړی چې د روسېې تیل، ګاز او د ډبرو سکاره تحریم او ټول بندرونه د روسي کښتیو او مالونو پر مخ بند کړي. هغه همدارنګه غوښتنه وکړه چې د روسېې د ټولو بانکونه ارتباط دې د پیسو تادېې نړیوال سیستم، سویفت، سره قطع کړل شي.

د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاین مایر، په برلین کې وويل چې «د روسېې له خوا ترسره شوي جنګي جنایات د نړۍ د سترګو په مخ کې راڅرګند دي.»

د آلمان خبري آژانس په حواله، شتاینمار زیاته کړې چې د «بوچا انځورونو ماته ټکان راکړ، دغو انځورونه موږ ته ژور ټکان راکړی دی.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې، انالینا بيربوک، پر روسیې باندې د بندیزونو د سختيدو غوښتنه کړې، خو په دې اړه ېې جزئيات نه دي ورکړي.

رويټرز خبري آژانس هم د يکشنبې ورځې په رپوټ کې د اوکراین تازه پيښو ته اشاره کړې ده. په رپوټ کې ويل شوي چې د بوچا ښار یوه سړک په غاړه له لسو ډير مړي ګډوډ پراته دي. په یوه کلیسا کې بیا یو ډليز قبر لا هم سرخلاصی پاتې چې پکې د مړو د جسدونو پښې او لاسونه هم ښکاري.

د بوچا سوړ او تیاره ښار د مړو بدبويي او د بارودو بويونو په سر اخیستی دی. د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زيلنسکي پر روسي عسکرو تور لګولی چې د اوکراين له شمالي سیمو څخه د وتلو یا په زور وښکلو پرمهال ېې عمداً هلته ماینونو ځای پر ځای کړي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.