کویټ او لبنان: باربي فلم همجنسبازي ته وده ورکوي
۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبهد کویت د رسمي خبري اژانس کونا د راپور له مخې، دغه هيواد د "عام اخلاقو او ټولنیزو دودونو د ساتنې" په موخه د باربي پر فلم بندیز اعلان کړ. لږ وروسته د لبنان یوه وزیر د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل چې په سینما کې د فلم مخه ونیسي دا ځکه چې "فلم همجنسبازۍ ته وده ورکوي".
ټاکل شوې وه چې »باربي« فلم د اګست په ۳۱ په لبنان کې سینماګانو ته ننوځي.
د کویت د اطلاعاتو د وزارت یوه ویاند وویل، دا فلم "د کویټ ټولنه او عامه نظم و پردي افکارو او عقیدې ته هڅوي."آنلاین جنسي موادو ته لاسرسی؛ په نابالغ افرادو کې د جنسي جرمونو ډېرېدل
د وارنر برادرز دغه فلم له خپرېدو راهیسې په ټوله نړۍ کې یو میلیارد ډالر ګټلي دي.
د کویت د اطلاعاتو د وزارت یو ویاند وایې چې دا فلم "همجنسیت خوښونې او غیر جنسیت ته وده ورکوي. د پلرونو د سرپرستۍ د ردولو ملاتړ کوي، د مور رول کمزوری او سپکاوی کوي او د واده او کورنۍ اړتیا تر پوښتنې لاندې راولي."
د شاه رخ خان «پټان» فلم د هندي فلمونو د خرڅلاو ریکارډ مات کړ
د لبنان د کلتور وزیر محمد مرتضی د چهارشنبه په ورځ وویل چې هغه د لبنان د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې چې په هیواد کې د »باربي« فلم نندارې د منع کولو لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.
پر باربي فلم د بندیز غوښتنه په لبنان کې د «ال جي بي ټي کیو» ضد کمپاین له لوري ترسره کیږي. د دې کمپاین مشري د حزب الله سخت دریځه وسله واله ډله کوي.
فلم باربي په ټوله نړۍ کې د «ال جي بي ټي کیو» ټولنو لخوا په لیوالتیا کتل شوی دی، که څه هم د فلم منتقدین وايي چې فلم د همجنسي اړیکو یا ټرانسجینڈر موضوعاتو ته واضح اشاره نه کوي.
باربي فلم لا دمخه د ویتنام لخوا منع شوی وو.