1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههسپانیا

هسپانيا: په نابالغه افرادو کې د جنسي جرایمو کچه لوړه شوې

۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبه

په هسپانيا کې په نابالغ افرادو کې د جنسي جرمونو پېښې مخ په ډېرېدو دي چې د خلکو او چارواکو اندېښنې ېې زياتې کړي دي. کارپوهان د دغو جرمونو د ډېرېدو ستر لامل په آنلاين بڼه لوڅو فلمونو ته د کم عمره افرادو لاس رسی بولي.

https://p.dw.com/p/4TdSi
د آرشیف انځور -  کارپوهان د دغو جرمونو د ډېرېدو ستر لامل په آنلاين بڼه لوڅو فلمونو ته د کم عمره افرادو لاس رسی بولي
د آرشیف انځور - کارپوهان د دغو جرمونو د ډېرېدو ستر لامل په آنلاين بڼه لوڅو فلمونو ته د کم عمره افرادو لاس رسی بوليانځور: Silas Stein/dpa/picture alliance

دا وخت په هسپانيا کې د ټولینزو جنسي تاوتريخوالو په يو شمېر قضيو کې نابالغ افراد هم ښکيل پېژندل شوي او دا چې د ډېر کم عمر ماشومان پورنوګرافي یا لوڅ فلمونه ګوري.

د کم عمره افرادو د جرمونو سره تړاو لرونکی یو وکيل، ايدواردو ایستيبان وايي چې په کم عمره افرادو کې د جنسي جرمونو انواع له ۲۰۱۵م کال راورسته په تدريجي توګه مخ په ډېرېدو دي: «په دې کې تر دا مهاله ډېر زیاتوالی راغلی، په تېره له تېر ېو کال راهیسې د جنسي جرمونو ګراف ډېر لوړ شوی دی.» 

په ښځو کې د لوڅو فلمونو ليدل ډير شوي، دلایل يې څه دي؟

دغه وضعیت د هسپانيا چارواکي او د چارو کارپوهان له اندېښنو سره مخ کړي دي.

د تېر کال په نومبر کې یوه ډله نابالغه افرادو د بارسيلونا ښار د یو سوداګریز مرکز په بيت الخلا کې پر یو ۱۱ کلن هلک د چړې په ګواښلو، ډلیز جنسي تيری کړی وو. د روان کال په جون میاشت کې هم د ورته یوې پېښې رپوټ ورکړل شو.

يوازې په کتلونیا علاقه کې له ۲۰۱۵م تر ۲۰۲۲م کال پورې په جنسي جرایمو کې د ښکيلو څوارلس کلونو ماشومانو شمېر له ۵۳ څخه ۱۰۳ ته لوړ شوی دی. په شمال شرقي ساحو کې بیا له جنوري نه تر اپرېل پورې په جنسي جرمونو کې په هرو اتو ښکيلو کسانو کې يو ېې نابالغ دی.

په کوچنيو نجونو او هلکانو کي د بربنډو فلمونو د کتلو عادت

د سيف دې چيلدرن سازمان د درې کاله مخکې ېوې څېړنې مطابق، په هسپانيا کې د هرو لسو تنکیو افرادو څخه اوه ېې لوڅ فلمونه ګوري. وکیل ايدواردو ایستيبان بیا وايي چې په جنسي مسایلو کې مناسبه روزنه او آګاهي نه ورکول سبب کيږي چې ماشومان په ډېر کم عمر کې د لوڅو فلمونو کتلو ته مخه کړي.

ډيری هسپانوي کارپوهان په کم عمره افرادو کې د جنسي جرایمو د ډېريدو تر ټولو کليدي عامل د لوڅو فلمونو ليدل یا جنسی موادو ته لارسرسی بولي.

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځورز البوم (19.09.2020):