1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کونړ کې د ملي بیرغ په ملاتړ لاریون او مزګ ژوبله

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۲ کلیزې په مناسبت په یو شمیر ښارونو کې د دې هیواد د بیرغ په ملاتړ لاریونونه شوي دي. په کونړ کې د درو تنه د وژل کیدو او یو شمیر د ټپي کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3zAHk
Afghanistan, Kabul | Afghanen schwenken die Nationalflagge am 102. Unabhängigkeitstag des Landes
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د پنجشنبې ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲م کلیزه ده. په دې تړاو د پلازمېنې کابل په شمول په یو شمیر ښارونو کې د ملي بیرغ په ملاتړ خلک سړکونو ته راوتلي وو.

د کونړ یوه مدني فعال (د امنیتي دلایلو له کبله یې نوم نه نشروو) له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه پيښه د نوآباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره کله چې په سلونو کسانو د ملي بیرغ او جمهوریت په ملاتړ لاریون کاوه او د نواباد پله ته څیرمه یې پر یوه پایه د بیرغ نصبولو هڅه کوله نو ډزې پرې وشوې: «کله چې دوی هلته خیژي او د افغانستان او جمهوریت د زنده باد نعري وهي نو شور زیات شوی دی او پر هغوی د طالبانو د یوه کس له خوا ډزې شوي دي.»

Afghanistan | Proteste in Jalalabad
انځور: AP/picture alliance

د دغه فعال په خبره د اسد اباد د روغتیایي چارواکو سره یې خبرې کړي دي چې هغوی د دوو کسانو وژل کیدل او د ۷ کسانو ټپي کیدل تائیدوي. د دغه فعال په خبره پر پایه باندې د طالبانو کوم بیرغ نه وو چې د هغې بې حرمتي دې شوي وي.

د رویټرز خبري آژانس د یوه عیني شاهد له قوله لیکلي دي چې یو شمیر کسان «د ټیل ماټیل او طالبانو په فیرونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.» طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer lösen Proteste in Jalalabad gewaltsam auf
انځور: AP/picture alliance

د کونړ په مرکز اسد اباد کې د چهارشنبې ورځ په دغسې یوه پيښه کې د درو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی وو. د کونړ د مدني فعال په خبره د چهارشنبې په ورځ د دوهم ځل له پاره مازیګر یو شمیر ځوانانو په اسد اباد کې  «د ملي بیرغ په ویاړ خوشحالۍ کولې چې یوه ډله طالبان پسې راغلي وو او هغوی یې په کنداغونو وهلي وو.»

د چهارشنبې په ورځ په جلال آباد کې هم د ملي بیرغ د پورته کولو د هڅې په ترڅ کې فیرونو شوی وو چې درې تنه پکې وژل شوي او نور څو تنه ټپیان شوي وو.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د رویترز د رپوټ له مخې په کابل کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ځینو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې په پلازمینه کابل کې هم خلک له ملي بیرغ سره سړکونو ته راوتلي وو.

پژواک خبري آژانس په یوه رپوټ کې ویلي دي چې «نن د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د خوست ښار تړل شوی او پر هر ډول تګ راتګ بندیز دی.»

تیره ورځ په خوست بازار کې هم د افغانستان ملي بیرغ پورته شوی وو.