1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بامیان کې د عبدالعلي مزاري مجسمه تخریب شوې

۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د طالبانو تر تسلط څو ورځې وروسته، په بامیان کې د افغانستان د اسلامي وحدت حزب د موسس، عبدالعلي مزاري مجسمه په چاودنې سره تخريب شوې ده. تر اوسه روښانه نه ده چې دغه مجسمه چا تخريب کړې ده.

https://p.dw.com/p/3z7rN
Abdul Ali Mazari Statue in Bamiyan Afghanistan
په بامیان کې د افغانستان د اسلامي وحدت حزب د موسس، عبدالعلي مزاري مجسمهانځور: picture-alliance/dpa

په بامیان کې د ځايي سرچينو په وینا، د عبدالعلي مزاري مجسمه، د سه شنبې په شپه (د زمري ۲۷مه) د چاودیدونکو موادو په وسيله تخریب شوې ده.

د بامیان ولایت یو اوسیدونکي چې د نوم له ښودولو يې ډډه وکړه، دویچه ویله ته وویل چې تیره شپه د چاودنې غږ واوریدل شو، خو خلک نه پوهیدل چې څه پيښ شوي دي. هغه زیاته کړه: «کله چې موږ سهار سیمه ته ولاړو، ومو لیدل چې لومړی دغه مجسمه څو ځایه برمه شوې، بیا په کې چاوديدونکي مواد کيښودل شوي او بیا ورته چاودنه ورکړل شوې ده.»

په بامیان کې د طالبانو والي، مولوي محمد انس، خلکو ته ویلي دي چې د دغې مجسمې تخریب د دوی کار نه دی. طالبان د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې د خپل حاکميت پر وخت د هر ډول مجسمو سره مخالفت درلود او په ۲۰۰۱ کال ېې په بامیان کې د بودا لویه مجسمه د نړیوالو پر شدیدو مخالفتونو سربیره تخريب کړې.

Bildergalerie Bamyian
طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیان سترې بودا مجسمې تخریب کړېانځور: Nasim Seyamak

د طالبانو استازي که څه هم په دغو ورځو کې نرمې خبرې کوي او عمومي عفوه یې اعلان کړې ده، خو په ۲۰۰۱ کال کې د بودا مجسمو تخريب او په يکاولنګ کې خونړيو وژنو ته په کتو، اوس د مزاري د مجسمې تخریبدل، د بامیان ولایت په اوسیدونکو کې په راتلونکې کې د طالبانو د چلند په اړه ویره او انديښنه ډيره کړې ده.

عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ لمريز کال د کب مياشتې په ۲۲مه د طالبانو له خوا ووژل شو. د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۴ لمریز کال په کب میاشت کې هغه ته د «ملي وحدت شهید» لقب ورکړ.

د عبدالعلي مزاري مجسمه شاوخوا ۲۱ کاله مخکې د انتقالي حکومت په لومړيو وختونو کې د بامیان ولایت په يوه چوک کې جوړه شوه. د بامیان یوه اوسیدونکي وويل چې خلکو د دغه ولایت د والي، مولوي انس څخه د مجسمې د بیرته جوړولو غوښتنه وکړه خو هغه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ځايي سرچينو په حواله، دغه ښار ته د طالبانو تر داخلیدو وروسته، اوس خلک د شپې لخوا د ویرې له کبله د خپلو کورنو څخه دباندي تکګ راتګ نه کوي.

/mks/mqn/ pa/af

له آرشيف (02.03.2014) څخه یو انځوريز البوم: