1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې د کلدارې د کارونکو پر ضد عملي ګامونه

۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبه

په افغانستان کې واکمنې د طالبانو ادارې په دغه هېواد کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز لګولی او سرغړونکو ته یې د جزا ورکولو اعلان کړی دی. په کندهار کې هم په دې تړاو تازه جدي ګامونه اخيستل شوي.

https://p.dw.com/p/4YbdW
Pakistan | Rupee
انځور: picture-alliance/AP Photo/ A. Khan

په کندهار ولایت کې د طالبانو ځایي مسؤلینو په دې وروستيو کې د کلدارې په راکړه ورکړه بندیز کلک کړی دی. په دغه ولایت کې د طالبانو ادارې د امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د کندهار په ښار کې دکلدارېکارونکو پر ضد عملي اقدام شوي او په وینا یې په دې لړ کې یې یو شمېر هغه کسان نیولي او بندیان کړي، چې په کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: «هغه اشخاص چې راکړه ورکړه یې په کلدارو کوله د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول.»

په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وایي، د کلدارې بندیدو په اړه د دغه ډلې د مشر «اميرالمؤمنین» فرمان عملي کیږي چې پکې بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز لګول شوی دی.

که څه د تېر حکومت پرمهال په افغانستان کې په کلداره او نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده شوې وه، خو لا هم د پاکستان سره پر سرحد پرتو ولایتونو کې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د پاکستان پولې واحدا يا کلداره کارول کیږي.

ویل کیږي، چې تېره ورځ په کندهار کې یو شمېر د صرافۍ مارکیټونه هم د طالبانو امنیتي ځواکونو له لورې له دې امله تړل شوې وو، چې په پاکستاني کلدارو یې حوالې کولې.

د کندهار د جاويد په نوم يوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل، چې خلک په کلداره د بندیز هرکلی کوي، خو هغه ټینګار وکړ چې په لویو سوداګریزو راکړو ورکړو دې هم کلداره بنده شي. نوموړی وايي: «دا ښه کار دی، زموږ خپلې پیسې زما خوښیږي. که دا پریکړه عملي کیږي، په غټو سوداګرو دې هم عملي شي.»

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

پاکستان ته څیرمه د افغانستان په یو شمېر نورو سرحدي ولایتونو کې که څه هم په عامه بازارونو کې تر ډېره راکړه ورکړه د افغانستان په ملي کرنسۍ افغانۍ ترسره کیږي، خو ځایي اوسیدونکي وایي، چې لا هم سوداګر په یو شمېر لویو سوداګریزو معاملو کې په کلداره راکړه ورکړه کوي.

د خوست ولايت يوه اوسیدونکي حبیب خان دویچه ویله ته وویل، په دې ولایت کې عام خلک ورځینۍ سوداوې په افغانۍ کوي، خو زیاتوي، چې لا هم د جایدادونو، موټر پلورلو او یو شمېر نورو لویو سوداګریزو معاملو کې راکړه ورکړه په کلداره کوي.

حبیب خان وایي: «موږ ټول په جبیبونو کې افغانۍ لرو او هره ورځ کور ته سودا هم په افغانیو اخلم، خو سوداګر چې غټې سوداوې کوي په کلداره یې کوی. دا اوس خوست کې بارګینونو کې کلداره چلیږي او د جايدادونو  پلور هم په کلدارو کیږي.»

په دې وروستیو کې په کابل کې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي. د روانې نوامبر له لومړۍ نیټې څخه پاکستان له دغه هېواده د سلګونه زره افغان کډولو جبري اخراج پیل کړی دی.

د طالبانو اداره ټینګار کوي، چې په افغانستان کې به د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې په ټول هېواد کې په بهرنیو اسعارو او کلداره راکړه بنده کړي.