1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوداګر وايي د کلداري بې ثباتۍ سخت تاواني کړي دي

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د افغانستان د خصوصي سکتور استازي وایې که له یوې خوا د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د پاکستان حکومت له ناسم چلند ستړي شوي، ورسره د پاکستانۍ کلدارې بې ثباته ارزښت هم زیانمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/4SXyf
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې مشر خانجان الکوزي وایې چې تېر کال د دواړو هيوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو ته رسېده، چې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ګراف لوړ و.

د نوموړي په وینا افغانستان هم پاکستان ته مېوې او سبزیجات په کلدارو صادر کړي، خو تالک، کرومایټ او د ډبرو سکاره بیا په ډالرو صادر شوي، چې ټولیز ارزښت یې تر یو میلیارد ډالرو لوړ و.

ښاغلي الکوزي دویچه وله ته وویل: «روان کال پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه زیاته وه، خو د پاکستانۍ کلداري د ارزښت له ټیټوالي سره افغان پانګوالو ته مالي زیانونه اوښتي دي. سوداګرو دلته مېوې او توکي په افغانیو پېرلي و، خو په پاکستان کې په کلدارو پلورل شوي، د افغانیو په وړاندې د کلدارو د هغه مهال ارزښت او نننی د تبادلې نرخ لوړ توپیر لري، له دې سره خصوصي سکتور ته په ملیونونه افغانۍمالي زیانونه اوښتي دي.»

د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د طالبانو پر حکومت د نورو سربیره بانکي او اقتصادي بندیزونه هم وضع شوي چې له کبله یې تجارت ډیر اغیزمن شوی دی.
د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د طالبانو پر حکومت د نورو سربیره بانکي او اقتصادي بندیزونه هم وضع شوي چې له کبله یې تجارت ډیر اغیزمن شوی دی. انځور: DW/H. Sirat

د کلدارۍ بې ثباتي او افغان سوداګرو ته یې زیانونه

په ورته وخت کې د خوست او پکتیا سوداګر، چې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت کمېدو زیات اغیزمن کړي، وایې دوی جلغوزي په پاکستانۍ کلدارې پلوري چې د کلدارې ارزښت کمېیدو سره سوداګرو ته مالي زیانونه رسیدلي دي.

نواز خان چې د خوست ولایت د جلغوزیو صادرونکی دی وايي: «موږ پاکستان ته په زیاته کچه جلغوزي په کلدارو صادر کړي دي، دا سوداګریزه معامله په کلدارو شوې ده، چې هغه وخت د ډالر او افغانیو په مقابل کې د کلدارو ارزښت د نن په اندازه ټیټ نه و، ما خپله شاوخوا شل بوجۍ جلغوزې په کلدارو پلورلي دي، شخصاً ما ته دوه نیم میلیونه کلدارې زیان رسیدلی دی. له دې اړخه هر سوداګر ته مالي زیان اوښتی دی.»

د جلغوزیو یو بل صادرونکی چې جلغوزي یې په قرض ډول په کلدارو پلورلي له مالي زیان شکایت لري: «موږ جلغوزي په پاکستانۍ کلدارو پلورلي دي. په کلدارو د توکو پلور موږ ته مالي زیان رسولی. باید په افغانستان کې په بهرنیو اسعارو «کلدارو او ډالر» راکړه ورکړه بنده شي.»

له دې سره د مالي او اقتصادي چارو کارپوهان په کلدارې پېر او پلور زیان اړونکی ګڼي. د افغان ملي بانک پخوانی رئیس عبدالعزیز بابکرخېل وایې، اوس وخت کې د ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه د هغو په مروج کرنسۍ کیږي، خو افغان سوداګر باید په دې مطمین وي، چې افغانۍ د ګاونډیو هېوادونو د کرنسۍ په پرتله با ثباته او ارزښت یې لوړ دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې مشر خانجان الکوزي وایې چې تېر کال د دواړو هيوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې مشر خانجان الکوزي وایې چې تېر کال د دواړو هيوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. انځور: DW/H. Sirat

ښاغلی بابکرخېل زیاتوي: «دا مهمه ده، چې افغان سوداګر او پانګوال خپل توکي په ملي کرنسۍ وپلوري. په پاکستانۍ کلدارې جنس ونه پلوري، په هغه صورت کې چې بل بدیل نه وي، په پاکستانۍ کلدارو د تجارتي معاملې ترسره کیدو په مهال دوی باید قرارداد کې د کلدارې له پاره د همغې ورځ تبادلې نرخ ذکر کړي.»

دغه راز د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي وایې، پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ مهم سیمه ایز شریک دی او په باور یې د پاکستان اوسنی سیاسي او اقتصادي کړکیچ له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري او اقتصاد اغیزمن کوي.

ښاغلي محمدي له دویچه وله سره په خبرو کې وویل: «له هغه ځایه، چې افغانان په سوداګرۍ او ترانزیټ کې تر ډېره پاکستان ته اړتیا لري، پاکستان هم دغه تجارتي مجبوریتونه په افغانستان د سیاسي فشار په توګه استفاده کړي. په پاکستان کې روان اقتصادي رکود او مالي انفلاسیون له دغه هيواد سره د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي سکتور ته زیان رسوي.»

نوموړی په دې باور دی چې دا اړینه ده، چې افغان سوداګر او صنعتکاران باید د پاکستان سره په کلدارو سوداګري بنده کړي: «که چېرې د توکو پلور په افغانۍ او ډالر نا ممکن وي او تجارتي معامله په کلدارو ترسره کیږي، نو لازم ده چې سوداګریزه معامله د همغې نېټې د نرخ پر اساس ترسره شي.»

د افغانستان سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر اساس په وروستیو دوو کلونو کې له پاکستان سره رسمي کلنۍ سوداګري دوه نیم میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق مشر وایې درې کاله وړاندې افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات او تجارتي بیلانس نا انډوله و، خو دا مهال د افغانستان او پاکستان د صادراتو او وارداتو بیلانس تقریبآ مساوي شوی دی.

ش.ش / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie