1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانډوم چا کشف او لومړی څه وخت وکارول شو؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

کانډوم د جنسي ساري ناروغیو او ناغوښتل شوي امیندوارۍ د مخنیوي له پاره غوره وسیله ده. خو د کانډوم د مخینې او تېر تاریخ په اړه په څه پوهیږو؟ د کانډوم د محافظت کچه څومره ده؟

https://p.dw.com/p/4NaJh
Kondome, Symbolbild
انځور: Oleksandr Latkun/Zoonar/picture alliance

کانډوم په لومړي ځل له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې کارول شوی و. پخوانیو مصریانو کانډوم رنګاوه، په داسې حال کې چې رومیانو دا د دښمن د وژل شويو سرتیرو له عضلاتو څخه جوړول.د بشريت پر ستري اختراع هیڅ توافق نشته، ټایرونه؟ انټي بیوټیک؟ يا د لوښو مینځلو ماشین؟ هر یو په خپل ځای مهم دی. خو نن موږ پر یوې بلي علمي اختراع تمرکز کوو چې ممکن په لومړي نظر کې خورا عادي وبرېښي، مګر ژوند یې بدل کړی دی: کنډوم.

له لاتکس څخه جوړ شوي د دې پوښ په مرسته، خلک کولی شي د جنسي ساري ناروغیو د انتقال مخنیوی او د ناغوښتل شوي امیندوارۍ مخه ونیسي. د »امریکا د پلان شوي والدینو« پروګرام د موندنو له مخې، که څه هم د کانډوم محافظت سل په سلو کې نه دی، خو که په سمه توګه وکارول شي نو ۹۸ سلنه د حمل مخه نیولای شي. خو که کانډوم  په سمه توګه ونه کارول شي، د هغې اغیزمنتیا ۸۷ سلنه ده، په دې معني چې له ۱۰۰ څخه نږدې ۱۳ کسانو چې کنډوم کاروي امیندوارې کیږي.

Kondome, Symbolbild
انځور: Oleksandr Latkun/Zoonar/picture alliance

سربېره پر دې کانډوم د تاریخ په اوږدو کې د خلکو ژوند ژغورلی او ښځو ته یې خپلواکي ورکړې ده. په ځانګړې توګه هغو مېرمنو ته چې پرته له واده څخه امیندوارې کېږي، دوی له لوی ګواښ سره مخ کوي او حتی تر دې هم بده دا ده چې د دوی ژوند په خطر کې اچوي. راځئ چې د دې پدیدې خوشحاله کوونکو زاویو ته اشاره وکړو.

اړوند مطلب:میاشتنی عادت څنګه د جنسي اړیکي پر غوښتنه اغیز لري؟

کانډوم له مارانو څخه ساتنه

د کانډوم په څیر وسیلې ته  لومړۍ اشاره له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې دورې پورې ټړاو لري. داسې ویل کیږي چې پاچا مینوس چې یو له یوناني افسانو او د کریټ پاچا و، د یو ډول جنسي ناروغیو مخنیوي له پاره له خپلو جنسي شریکانو سره له وزې مثانې څخه کار اخیستل. په افسانو کې راغلي چې د مینوس مني په مار او لړمانو بدلېدل.

اړوند مطلب: آلمان: په پټه د کانډوم سوري کولو ښځه پر حبس محکومه کړه

دا واقعیا ښه نه برېښې. ځيني ​​سرچینې وايي چې مینوس خپل تناسلي آله د وزې په مثانې پوښل، په داسې حال کې چې نور روایتونه وايي چې د هغه مېرمن پاسیفا د وزې مثانه په خپل جنسي اندام کې مخکې له جنسي رابطې څخه دننه کاوه، ترڅو خپل جنسي اندام د مار او لړمانو له چیچلو وساتې. په هر صورت، دا د محافظتي وسیلو  لومړنی روایت دی چې د هغو ناروغیو د مخنیوي له پاره کارول کېدل چې موږ یې اوس د جنسي ساري ناروغیو په نوم پېژنو.

کانډوم د ټولنیزو طبقو د نخښې په توګه

پخوانیو مصریانو هم له جنسي ساري ناروغیو څخه د ساتنې له پاره کانډوم کارول. لرغونپوه هوارډ کارټر او د هغه ټیم د عنخ آمون په مقبره کې یو کانډوم وموند چې د فرعون د (ډي ان ای) نمونې پکې شاملې وې. دا کانډوم د زیتون په تیلو غوړ او له نازک کتان څخه جوړ شوی و او له يوه داسې تار سره وصل شوی وو چې څیړونکي باور لري د فرعون تر ملا راتاو او تړل کېد. د دې کانډوم مخینه شاوخوا له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله مخکې ښودل شوې ده.

کانډوم يوازې د پاچاهانو له پاره نه وو. نورو مصریانو هم دا کارولای شوای، خو یوازې له هغو رنګونو سره چې د دوی ټولنیز طبقه په ګوته کړي. په دې توګه، کله چې د کانډوم رنګ وښودله چې یو څوک، د بیلګې په توګه يو بزګر دی، هغه نشي کولای خپل جنسي ملګري د فرعون د داخلي حلقې غړی په توګه معرفي او دوکه ورکړي.

په لرغوني روم کې کانډوم د کتان یا کولمو یا د پسونو او وزو له مثانې څخه جوړېدل. روميانو د حمل د مخنيوي وسيلې په توګه کانډوم نه کارول، خو د دې وسيلې د کارولو اصلي لامل د سفليس په څېر د ناروغيو د خپرېدو مخنيوي و. دا هم ویل کیږي چې دوی د هغو نارینه وو د عضلاتو څخه کانډوم جوړول چې په جګړو کې وژل کېدل؛ خو هغه څېړنیز لیکوالان چې د هند د یورولوژي مجله کې خپاره شوي ویلي دی: »د دې له پاره کوم کره شواهد نه شته.»

د ربړو انقلاب

دا چې د »کانډوم« اصطلاح له کوم ځای څخه سرچینه اخلي، په دې اړه مختلف نظریات شته. د دې څېړنې لیکوالانو په ګوتو کړي چې دا اصطلاح ممکن د لاتیني کلمې "کانډوس" څخه اخیستل شوې وي چې د لوښې يا پلیټ په معني ده او یا د فارسي »کمدو» کلمه چې د حیواناتو لوی کولمې یوې برخې ته ویل کېدل.

بي اي فینج او هوګ ګرین په خپل «د عمر په اوږدو کې له امیندوارۍ مخنیوي» کتاب کې لیکي چې دا نوم غالباً د دوهم پاچا چارلس د دربار ډاکټر څخه اخیستل شوی چې په ۱۷ مه پیړۍ کې یې واکمني کوله. لکه څنګه چې په تاریخ کې لیکل شوي، چارلس د خپلو ناقانونه ماشومانو د زیاتیدونکي شمیر په اړه په غوسه و. نو ډاکټر کانډوم (هو، دا د هغه اصلي نوم و) یو څه څېړنه وکړه. هغه د پسه له کولمو څخه يو پوښ جوړ کړ او پاچا ته یې لارښوونه وکړه چې د جماع په وخت کې یې واغوندي ترڅو د هغه مېرمنې امیندوارې نشي.

Afrika AIDS-Bekämpfung | Kenia
انځور: TONY KARUMBA/AFP/Getty Images

سربېره پر دې، موږ باید د امریکايي مخترع چارلس ګوډیر څخه مننه هم وکړو چې د لومړي ځل له پاره یې نن ورځ عصري ډول کانډوم جوړ کړ. د ۱۸۰۰ لسيزي په منځنیو کلونو کې هغه ربړ ته د حرارت ورکولو پروسه کشف کړه چې پکې طبیعي ربړ له اورلګید سلفر سره حرارت ورکول کېدل ترڅو ډېر نرم او ډیر دوامدار مواد ورڅخه جوړ کړي.

په ۱۸۶۰م کال کې کانډوم په پراخه کچه تولید شو. په هغه وخت کې د کانډومونو بیه لوړه وه، خو د نن ورځې په پرتله چې یوازې د یو ځل له پاره کانډوم کارول کېږي، هغه وخت خلک له کارولو یې وروسته مینځل او بیا یې کارول.

په پاکستان کي د جنسي تيري قرباني د کاليو په ننداره کي

په نړۍ کې د امیندوارۍ د مخنیوي دوهم مشهور میتود

په ۱۹۲۰ لسیزه کې د لاټکس اختراع د کانډوم په صنعت کې انقلاب راوست. د نن ورځې لاټکسي کانډومونه کولی شي له چیرې کېدو څخه مخکې د اصلي اندازې په پرتله اته برابره پراخ شي. دا کانډومونه هم غوړ شوي او طعم لرونکي بازار ته وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو د یوې څېړنې له مخې په ۲۰۱۹م کال کې د نارینه و له پاره کانډوم په ټوله نړۍ کې د امیندوارۍ مخنیوي له پاره دوهم خورا مشهور میتود و. په لومړي درجه کې د ښځو عقیم کول ځای لري. د دې څیړنې له مخې په ۲۰۱۹م کال کې ۲۱ سلنه خلکو د حمل د مخنیوي له پاره کانډوم کارولي دي. په دې معني چې په همدې کال کې ۱۸۹ ميلیونه خلکو دا کار کړی دی.

اړوند مطلب:مهاجرو ته د ایډز په اړه د پوهاوي پروګرام

کانډوم همدارنګه له«اچ آی وي» ساري ناروغي د مخنیوي له پاره اغیزمن دی. په امريکا متحده ایالاتو کې د ایډز درملنې د څېړنیز مرکز د احصایوي تحلیل له مخې که چیرې په منظم ډول او سم ډول وکارول شي، کانډوم کولی شي له ۹۰ تر ۹۵ سلنې پورې د ایډز د ساري ناروغۍ مخنیوی وکړي.