1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

آلمان: په پټه د کانډوم سوري کولو ښځه پر حبس محکومه کړه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعه

په آلمان کې يوه ښځې له خپل جنسي ملګري څخه په پټه د هغه د کانډوم د سوري کولو له کبله د جنسي ناوړه استفادې په تور مجرمه وپيژندل شوه. قاضي دا د خپل ډول یوه «تاريخي» قضيه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4AvEG
Symbolbild Sexualität
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

آلماني رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هیواد په لویديځ کې يوې محکمې یوه ښځه په دې دليل چې د خپل جنسي شريک کانډومونه ېې په قصدي توګه تخریب کړي ول، د جنسی ناوړه استفادې په تور پړه پيژاندلې او په شپږ مياشتني تعلیقي حبس باندې ېې محکومه کړې ده.

قاضي د دغه حکم د اعلانولو پر وخت وويل چې دا د آلمان په حقوقي تاریخ کې د خپل ډول یوازینی مورد دی چې له «توافق پرته د کانډوم لرې کولو» اړوند د یو مورد جرم ښکارندويي کوي، کوم چې دا ځل د ېوې ښځې له خوا ترسره شوی دی.

قضیه له څه قراره ده؟

د آلمان «نوې ويستفالیشه» او «بیلد» ورځپاڼو د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې دغه حکم د آلمان د بیليفلد ښار په سیمه ایزه محکمې کې صادر شوی دی.

دغه قضيه د یوې ۳۹ کلنې ښځې او یوه ۴۲ کلن سړي په اړه ده چې له یو بل سره ېې جنسي اړيکې درلودلې.

دوی په ۲۰۲۱م کال کې د آنلاين له طریقه ملګري شوي ول او د یو بل تر منځ ېې د کله کله جنسي رابطې لرل پيل کړل.

د دغو رپوټونو مطابق، دغې ښځې د سړي په هکله ژور احساسات موندلي ول او په عین وخت کې په دې هم پوهیده چې دغه سړی د ژمنې پر اساس د ولاړې رابطې غوښتونکی نه دی.

دغې ۳۹ کلنې ښځې وروسته هغه کانډومونه چې د سړي د خوب چپرکټ تر څنګ ساتل کیدل، سوري کړي ول تر څو له هغه څخه حامله شوي وي. خو ظاهراً د هغې دغه هڅې بې نتيجې وې.

د دې سربيره، دغې ښځې وروسته د وټس اپ له طریقه دغه سړي ته پیغام استولی وو او ويلي ېې وو چې باور لري له هغه څخه حامله شوې ده. هغې دغه سړي ته ويلي وو چې کانډومونه يې قصدا سوري کړي وو تر څو حامله شي. دې سره دغه سړي د دغې ښځې خلاف شکایت کړی او بیا دغې ښځې اعتراف کړی وو چې غوښتل ېې هغه دوکه کړي.

ولې دغه قضيه «تاريخي» عنوان شوې ده؟

که څه هم څارنوالانو او محکمې پر دې باندې د نظر توافق درلود چې په دغې قضېه کې یو جرم ترسره شوی دی، خو ډاډه نه ول چې د دغې ښځې خلاف څه ډول تور وارد کړي.

د آلماني رسنیو د رپوټ له مخې، د محکمې قاضي، آستريد سالوسکي ويلي دي: «موږ نن [دغه حکم سره] حقوقي تاريخ ولیکه.» په دې اړه د لومړنيو تحقیقاتو په جریان کې چې آیا دغه جرم به یو «جنسي تیری» وګڼل شي که نه، قاضي «له توافق پرته کانډوم لرې کولو» اړوند دوسيو تر څيړنو وروسته تصمیم ونیو چې د دغې قضېې له پاره د «جنسي سو‌ء استفادې» تور مناسب دی.

«له توافق پرته د کانډوم لرې کولو» جرم، هغه حالت ته ويل کيږي چې نارینه د جنسي رابطې پر وخت په مخفي او پرته له دې چې جنسي شریک ېې خبر وي، کانډوم لرې کړي.

قاضي سالوسکي وويل: « د [توافق پرته کانډوم لرې کولو] شرایط په معکوسو مواردو کې هم صدق کوي. [په دغې قضيه کې] کانډومونه د دغه سړي د توافق او یا اطلاع پرته، د استفادې نه وړ ګرځول شوي ول.»

ربیکا اشتاودنمایر/ ع. ف/م.ک.ص./س.ر.