1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د ځنګلونو له اور سره د مقابلې په برخه کي مرسته غوښتې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د شمالي امریکا د دغه هیواد په څو سیمو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي. ۲۵۰۰ اور وژونکي په دنده بوخت دي. د کاناډا حکومت اوس له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4RXJi
Kanada | Waldbrand in British Columbia
انځور: Kamloops Fire Rescue/Handout/REUTERS


د شمالي امريکا د هېواد په څو سيمو کي ځنګلونه سوځول کیږي. ۲۵۰۰ اور وژونکي په دنده بوخت دي. د کاناډا حکومت اوس له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.د کاناډا د عامه خوندیتوب سکرتر بل بلیر په اوتاوا کې وویل: «په البرټا کې وضعیت خورا د اندېښنې وړ او خطرناک دی.» بله ننګونه دا ده چې اوس په ساسکاچیوان، بريتيش، کولمبیا او شمال لویديځو سیمو کې سخت اورونه لگيدلي دي. له همدې امله، کاناډا اوس له نورو هیوادونو «متحده ایالاتو، مکسیکو، آسټرالیا او نیوزیلینډ» څخه د مرستې غوښتنه کوي.

«افغانستان د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دی»

نیم میلیون هکټاره ځنګلونه سوځیدلي دي

د هیواد له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکو او ۴۰۰ سرتیرو په دې ولایت کې د اور وژنې سره مبارزه وکړه، چې له لگيدلي اورونو څخه ۲۷ یې اوس مهال له کنټروله بهر دي. ځنګلي اور چې د می له پیل راهیسې په البرټا کې راپورته شوی تر نیم ميلیون هکټاره ډیر ځنګلونه يې سوځولي دي. د استوګنې ګڼ شمېر ودانۍ او کاروبارونه ویجاړ شوي دي. د برتيش د کولمبیا په لویدیځ ایالت کې، د چهارشنبې په ورځ ۶۰ نور اورونه ولګېدل، چې ۱۵ یې له کنتروله وتلي.

کاناډا، البرټا، په کالګري کې د ځنګلي اور څخه لوګي
کاناډا، البرټا، په کالګري کې د ځنګلي اور څخه لوګيانځور: Leah Hennel/REUTERS

په شمال لوېدیځو سیمو کې د اورلګېدنې له امله زرګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي. د البرتا د بیړنیو خدماتو ویاندې جوسي سټ اونګ وویل: «په دې کې شک نشته چې دوبی به ستونزمن وي او دا چې موږ به مرستې ته اړتیا ولرو، د لگيدلي اورونو شمیر ته په پام سره، دا به میاشتې وخت ونیسي چې دغه لگيدلي اورونه کنترول کړاي شي. دا به یوه «اوږده مبارزه« وي.»

د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د سونو تنکو ځوانانو ژوند اخلي

وچ اپریل، د می میاشت گرمه هوا

د کاناډا په لوېدیځ کې د اپریل میاشت هوا ډېره وچه وه، د می مياشتي له پیل راهیسې د هوا گرموالی، يا تودښت د ريکارد کچې ته رسیدلی او ورپسي قوي بادونه ثبت شوي دي. له څو کلونو راهيسي د کاناډا لوېدیځ په مکرر ډول د سخت موسم يا د اوبو او هوا له  پیښو سره مخامخ شوی، کوم چې د کارپوهانو په وینا، د اقلیم د بدلون په پایله کې په شدت او کمښت کې زیاتوالی راځي.