1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دی»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

اروپایي ټولنې اعلان کړی دی چې افغانستان له بشري بحران او طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دی. په افغانستان کې د دغه ټولنې استازي ویلي چې دوی به د رامنځته شویو خطرونو د کمولو او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/4R3TD
آرشيف انځور: په بادغيس ولایت کې زلزله
آرشيف انځور: په بادغيس ولایت کې زلزلهانځور: Ahmad Seddiqi/AA/picture alliance

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له امله د بشري ناورین او د طبعي پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې افغانستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی، چې د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو سره مخامخ دی.

اړوند مطلب: م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي

دغه ټولنې د خپل ټویټر پیغام په یوه برخه کې لیکلي: «د اقلیم بدلون هغه اضافي متوقع خطر دی چې د خلکو ژوند ته به لا ډېر زیان ورسوي.»

دې اتحادیې ټینګار کړی دی: « اروپایي ټولنه د اقلیم بدلون د اغیزو کمولو او د هغې سره د مبارزې لپاره د حل لارو په موندلو کې له خلکو سره د مرستې له پاره په لومړي صف کې قرار لري.»

دغه ټولنې د نړۍ د نورو هغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي، چې د اقلیم بدلون له جدي خطرونو سره مخ دي.

اړوند مطلب: د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنۍ استازولۍ ویلي دي، چې له یو شمېر کارپوهانو او د اقلیم بدلون فعالانو سره یې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه خبرې پیل کړي دي.

د اروپایي ټولنې د استازي دفتر ټینګار کړی دی، چې اقلیم بدلون په ټوله نړۍ اغېز کوي، خو افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې پرله پسې طبیعي پېښو لکه وچکالۍ او سیلابونو د خلکو وضعیت لا پسې خراب کړي.

SA-FZ-BS