پر روغتون برید د ماشومانو او نرسانو په ګډون ۱۴ تنه وژلي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهنن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۲مه نیټه) وسلوالو کسانو د کابل ښار په غربي برخه کې د نسايي ولادي پر یوه روغتون باندې وسلوال برید وکړ چې له کبله یې د نویو زیږیدلو ماشومانو، نرسانو او ناروغانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له لوري په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه له بریدګرو سره په مقاومت بوخت وو، دوی په روغتون کې بند پاتې شوي ګڼ شمیر کارمندان او ناروغان هم ژغورلي دي.
پر روغتون باندې تر برید څو شیبې وروسته، د کابل په دشت برچي سیمه کې د روغتون له ځایه دودونه آسمان ته پورته شول. د کابل ښار په دغه سیمه کې زیاتره شعیه مذهبه هزاره میشت دي چې تر دې وړاندې هم د داعش ډلې د خونړیو بریدونو شاهده وه.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین د ژغورنې د علمیاتو په هکله وویل چې امنیتي ځواکونو له ۱۰۰ ډیرې میرمنې او ماشومان له روغتون څخه نورو خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. د آرین په خبره، په دې برید کې د میرمن، سړیو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند د ډیرو جزئیاتو له ورکړې پرته وویل چې د ژغورنې په عملیاتو کې درې تنه بهرنيان هم ژغورل شوي دي. تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د زیږون یا نسايي ولادي پر دغه ۱۰۰ بستریزه روغتون ولې برید شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې طالبان او داعش ډله وخت ناوخت پر ملکي او دولتي اهدافو باندې بریدونه کوي، خو طالبانو بیا په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
څو ساعتونه وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو پر روغتون باندې د برید او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پای خبر ورکړ. په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغه برید د دریو تنو بریدګرو پر وژل کیدو سره پای ته ورسیدل.
د کابل ترڅنګ نن ننګرهار ولایت هم د یوې خونړۍ پیښې شاهد وو. په دغه ولایت کې د محلي پولیسو د پخواني قوماندان د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید په پایله کې د ولایتي شورا د یوه غړي په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپیان دي او ښايي د تلفاتو په دغه شمیر کې هم بدلون راشي. طالبانو رسنیو ته لېږلي پیغام کې د خېوې په پیښه کې د لاس نه لرلو تر څنګ یاد برید غندلی دی.