ننگرهار: د جنازې په مراسمو کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهنن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۲مه نیټه) په ننګرهار ولایت کې د یوې جنازې په ترڅ کې چاودنې د ولایتي شورا د غړي د وژل کیدو ترڅنګ درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بیا دغه چاودنه ځانمرګی برید بللی دی. خوګیاڼي پر خپله فسبوک پاڼه د یاد برید په هکله لیکلي چې چاودنه د د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو قوماندان شيخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې ده. شیخ اکرم تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی.
خوګیاڼی وايي چې د لومړنيو ارقامو له مخې په دې پیښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او پنځه څلويښت تنه نور بیا ټپیان دي. د هغه په خبره دغه شمیرې نهايي نه دي او ښايي د تلفاتو په شمیر کې بدلون راشي. د والي ویاند زیاتوي چې بریدګر د جنازې د لمانځه د ادأ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د تازه معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپیان دي او ښايي د تلفاتو په دغه شمیر کې هم بدلون راشي. طالبانو رسنیو ته لېږلي پیغام کې خېوې پېښې کې د لاس نه لرلو تر څنګ یاد برید غندلی دی.
په عین وخت کې د ننګرهار یوې حکومتي سرچینې دویچه ویله ته تائید کړې چې په چاودنه کې د ولایتي شورا غړی لالاخان ملکزی وژل شوی او د هغه پلار او د ولسي جرګې غړی ملک قیس نوراغا ژوبل دی.
یادې سرچینې دویچه ویله وویل چې د شیخ اکرم جنازې ته د دغو دوو وکیلانو تر څنګ جهادي مشر او ولسي جرګه کې د ننګرهار بل استازی حضرت علي هم ورغلی و؛ خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.
سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، ځانمرګی برید داسې مهال وشو، چې کله د شیخ اکرم جنازې ته ګڼ شمېر خلک راټول وو. عیني شاهدانو دا هم ویلي چې دغې جنازې ته په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی ملک قیس نوراغا هم ورغلی، چې د ټپي کېدو خبره یې کېږي؛ خو تر اوسه په دې اړه حکومتي سرچینو څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغې برید مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. تر دې وړاندې همدا نن د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه ۱۰۰ بستریز روغتون ته وسله وال ننوتي او نښته اوس هم روانه ده.
اميد ديدار، ننګرهار